لیکنه : امتیاز احمد
ژباړه : پښتو جرنل
موږ د پاکستان او افغانستان اړیکې یوازې د سرحدي نښتو، کډوالو او ټي ټي پي پورې محدودې ګڼو، خو دا یوازې د ستونزو سطحي بڼه ده.
په ژورو کې یو نړیوال ستراتېژیکه لوبه روانه ده چې پکې هند، چین، روسیه، قطر، متحده عرب امارات او امریکا هر یو خپل مهرې چلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی شنونکی مارون وینبام وایي چې د پاک-افغان اړیکې په یوازې توګه نه شي کتل کېدای؛ دا دواړه د یوې پراخې سیمهییزې شطرنج برخې دي.
په ۱۹۰۴م کال کې د رائل جیوګرافیکل سوسائټي په لندن کې برتانوي جغرافیهپوه سر هلفرډ میکنڈر وویل: «څوک چې پر ختیځې اروپا واکمني وکړي، هغه به هارټلنډ کنټرول کړي؛ څوک چې هارټلنډ کنټرول کړي، هغه به ورلډ ټاپو کنټرول کړي؛ او څوک چې ورلډ ټاپو کنټرول کړي، هغه به نړۍ کنټرول کړي.»
دا جمله په ۲۰۲۶م کال کې هم هومره رښتیا ده. افغانستان د همدې «هارټلنډ» دروازه ده او پاکستان د دې دروازې ساتونکی. خو دا ځل ښايي شخړه د کور خاوند او ساتونکي ترمنځ پیل شي، او ښايي دواړه په دې نه پوهېږي چې راتلونکې کې به ورسره څه کېږي.
په افغانستان کې ترسره شوې «لويه لوبه» لومړی پړاو (۱۸۳۰–۱۹۰۷) د بریتانیا او روسیې ترمنځ و، چې د ۱۸۳۰م کال د جنورۍ په ۱۲مه پیل شو، کله چې لندن هند ته د نویو سوداګریزو لارو د جوړولو امر وکړ.
بریتانیا وېره لرله چې روسیه به هند ته ورسېږي، او روسیه وېره لرله چې بریتانیا به پر مرکزي اسیا ولکه ټینګه کړي.
د لوبې محور جاسوسي، نقشې جوړول او د سیمهییزو واکمنانو پېرود و. افغانستان د همدې بساط مرکز وګرځېد. بریتانیا هڅه وکړه افغانستان د «حایل زون» په توګه وساتي.
دا لوبه په ۱۹۰۷م کال کې د انګلو–روسي کنوانسیون سره پای ته ورسېده، خو ورپسې یې وران اقتصاد، پټې سیاسي خوځښتونه او زرګونه بېګناه مرګونه پرېښودل.
دویم پړاو (۱۹۷۹–۱۹۸۹) د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ و.
په ۱۹۷۹م کال کې د شوروي اتحاد یرغل د لويې لوبې بیا راګرځېدل و. امریکا، لوېدیځو هېوادونو او اسراییلو د پاکستان له لارې مجاهدینو ته وسلې ورکړې، او شوروي اتحاد ماته وخوړه.
د ایسٹ ایشیا فورم په وینا، درېیم پړاو (۲۰۰۱–۲۰۲۱) د امریکا له ناکامې جګړې سره پیل شو.
په ۲۰۰۱م کال کې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ؛ دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه شوه. لکه د برتانوي او روسي امپراتوریو په څېر، امریکا هم په بنبست کې ګېر شوه.
د امریکا له وتلو او د افغان طالبانو له واکمنېدو سره د لويې لوبې څلورم پړاو پیل شوی، او هغه هم له نویو لوبغاړو سره. ښايي پاکستان په راتلونکو ورځو کې یو ځل بیا کابل هدف وګرځوي. که جګړه پراخه شي، دا به د «لويې لوبې څلورم پړاو کې نوی تاو» وي.
د چین بیا راټوکېدونکې ځواک او د روسیې–چین همکاري د هارټلنډ تیوري بیا راژوندۍ کړې ده. د امریکا له وتلو وروسته، «روسیه، چین، پاکستان او ایران د لويې لوبې په بل باب کې سره راټولېږي.»
فرائیڈے ٹائمز لیکي: «د ستراتېژیک ژورتیا تصور برعکس شو؛ پاکستان د هماغو ډلو له سرحدي بریدونو سره مخ دی چې کله یې پخپله روزلي وو.»
په بل عبارت، د څلورمې لويې لوبې پر وړاندې پټې بهرنۍ ځواکونه ډګر ته راوتلي، او هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو په څېر ډلې خپلې خواته راکاږي.
خو لکه د پخوانیو واکمنانو په څېر، افغان طالبان هم په دې څلورمه لويه لوبه کې راګېر شوي دي. دوی باید د نوې جګړې او یا د خپل هېواد د پرمختګ ترمنځ پرېکړه وکړي، او دا دواړه لارې له پاکستان سره د اړیکو له ډول سره تړلې دي.
دا هم نه ده چې پاکستان به زیان ونه ویني؛ وبه یې ویني. پاکستان هم د پرمختګ لپاره جګړې ته نه، بلکې په افغانستان کې سولې ته اړتیا لري. د چیتھم ہاؤس په وینا: «د پاکستان پرمختګ پر سيپیک پورې تړلی دی، او سيپیک د لوېدیځې پولې پر ثبات ولاړ دی، چې له افغانستان سره تړاو لري.»
د پاکستان او افغانستان ترمنځ وضعیت څومره کړکېچن کېدای شي، دا له دې ښکاري چې د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې په بروکسل کې مېشت انٹرنیشنل کرائسس گروپ (ICG) د پاک-افغان اړیکې «د ۲۰۲۶ لسو تر ټولو خطرناکو شخړو» کې شاملې کړې.
د ICG تر ټولو حیرانوونکی افشا دا و: «طالبان په ښکاره ډول له ټي ټي پي سره اړیکې ردوي، خو تر شا مني چې د ایډیولوژیکو او قبایلي اړیکو له امله پرې پرېکنده ګام نه شي اخیستلای.»
او تر دې هم لوی خطر دا دی: «که طالبانو پر ټي ټي پي سختي وکړه، ښايي غړي یې داعش خراسان ته ولاړ شي، چې لا ډېر خطرناک او نړیواله شبکه ده.»
د لووی انسٹی ٹیوٹ (سډني) په وینا، افغانستان له تریاکو څخه میتامفتامین ته اوړي او د «نړیوالو نشهيي توکو مرکز» کېدو پر لور روان دی، او روسیې هم څو ورځې مخکې په افغانستان کې د زرګونو بهرنیو جهادیانو د شتون خبر ورکړ.
یعنې افغانستان کې هر هغه څه شته چې په کارولو یې سیمه بېثباته کېدای شي.
د آسٹریلین نیشنل یونیورسٹی اړوند ایسٹ ایشیا فورم په وینا، د پاک-افغان پولې پر سوله یوازې پوځي تګلاره بسنه نه کوي؛ په پښتني سرحدي سیمو کې سیاسي ښکېلتیا اړینه ده. بې له پایداره امنیتي همکارۍ دواړه هېوادونه به د اوږدمهاله ټکر په کړۍ کې بند پاتې شي.
هند په چټکۍ سره په افغانستان کې خپلې ریښې ټینګوي، چین د درې ټریلیونه ډالرو معدني زېرمو ته سترګې نیولې، د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د نایابو فلزاتو په لټه کې دی، او روسیه په چوپه خوله ګټه پورته کول غواړي. په داسې حال کې، پاکستان او طالبان یو د بل وینه تویوي.
افغان طالبان او پاکستان باید پرېکړه وکړي چې کوم لوري ته ځي. هغوی باید یا د پاکستاني طالبانو او داعش مخه ونیسي، او یا د راتلونکې پراخېدونکې جګړې لور ته لاړ شي.
که جګړه وشوه، دواړو ته به له بهرنیو ملاتړو او پټو مرستو مرسته رسي، خو ولسونه به وژل کېږي او سیمه به ناامنه وي. پوښتنه دا ده: د مړو سوداګري کول غواړي، که د سبزیو او مېوو؟
که پاکستان او افغان طالبان وضعیت په لویه کچه درک کړي، نو د سیمې او دواړو هېوادونو د ولسونو ژوند بدلېدای شي. نړیوال نظم بدلېږي؛ دا د جګړې نه، بلکې د ختیځو او لوېدیځو پولو پر هوکړو کولو وخت دی. نورو هېوادونو ته څه تاوان نه رسېږي؛ هغوی به یوازې وسلې او پیسې اچوي، خو وینه به ستاسو بهېږي.


