لیکنه :ډاکټر انور داوړ
ساینس ثابته کړې ده چې ژوره یوازې یو عبادت یا یوازې یو مذهبي عمل نه دی. لکه څنګه چې انسان، مسلمان تل روژه د روح د تزکیې د نفس د کنټرول او د معنوي لوړوالي د وسیلې په توګه پېژندلې ده، خو د معاصر ساینس پرمختګ دا حقیقت نور هم ژور کړو، چې روژه یوازې یو روحاني عمل نه دی، بلکې د بدن د ژغورنې، ترمیم او د بقا یو بنسټیز بیولوجیکي سیسټم هم فعالوي. بدن لکه د یو هوښیار نظام په څېر، یوازې هغه وخت خپل ژور ترمیمي میکانېزمونه فعالوي چې هغه له دوامداره خوراک څخه محروم شي. په دوامداره مړښت کې بدن د بقا پر ځای د ذخیرې په حالت کې وي، خو په لوږه کې بدن د بقا حالت ته داخلېږي او همدلته د ژوند تر ټولو مهم دفاعي بهیر پیلېږي.
ساینس دې بهیر ته اوټوفېګي Autophagy وايي، چې معنا یې ده خپل ځان خوړل. دا نوم که څه هم ظاهراً سخت ښکاري، خو په حقیقت کې دا د بدن د ژغورنې یو شاهکار میکانېزم Mechanism دی. په دې حالت کې بدن زاړې، خرابې، نیمګړې او غیر فعالې حجرې، خليې Cells ماتوي او له هماغو څخه نوې انرجي، نوې ساختماني مادې او نوې حجرې Cells جوړوي. دا یو ډول داخلي بیا رغونه ده، یو ډول داخلي صفایي ده، او یو ډول داخلي انقلاب دی.
د انسان بدن له میلیونونو حجرو Cells څخه جوړ دی، خو دا ټولې خليې د تل لپاره سالمې نه پاتې کېږي. ځینې حجرې Cells د وخت، زهري موادو، التهاب او جینیټیکي تېروتنو له امله زیانمنېږي. همدغه زیانمنې حجرې که له منځه لاړې نه شي، کولی شي په راتلونکي کې د کینسر د پیل سبب شي. کینسر په حقیقت کې د بدن د خپلو حجرو Cells بغاوت دی، هغه حجرې Cell چې نور د بدن د نظم تابع نه وي او بې کنټروله وده پیل کړي.
دلته اوټوفېګي Autophagy د یو محافظ په څېر عمل کوي. دا هغه زیانمنې حجرې Cells له منځه وړي، مخکې له دې چې خطر جوړ کړي. دا د بدن د داخلي امنیت سیسټم دی. کله چې انسان روژه وي، بدن دې ته اړ کېږي چې همدغه زاړې حجرې Cells د انرجۍ لپاره وکاروي، او په همدې بهیر کې هغه احتمالي سرطاني خطرونه هم له منځه ځي چې ممکن په راتلونکي کې جدي ناروغي جوړه کړي.
د معاصر ساینس تر ټولو مهم کشف دا و چې دا بهیر تصادفي نه دی، بلکې یو منظم او ضروري سیسټم دی. چې یو جاپاني ساینسپوه Yoshinori Ohsumi د همدې بهیر د تشریح لپاره د نوبل جایزه هم ترلاسه کړه او نړۍ ته یې وښوده چې د حجرې Cells دننه دا پاکوونکی سیسټم د ژوند د دوام لپاره حیاتي اهمیت لري. د هغه څېړنو ثابته کړه چې اوټوفېګي Autophagy نه یوازې د انرجۍ سرچینه ده، بلکې د سرطان، کېنسر زړښت او ګڼو نورو ناروغیو پر وړاندې دفاعي رول لري.
دا حقیقت د انسان د وجود یو ژور راز هم څرګندوي. انسان یوازې هغه وخت خپل ریښتینی قوت کشف کوي چې له محرومیت سره مخ شي. لکه څنګه چې روح په سکوت کې خپل حقیقت پیدا کوي، بدن هم په لوږه کې خپل ترمیم پیلوي. دوامداره مړښت بدن کمزوری کوي، خو کنټرول شوې لوږه هغه بېرته پیاوړی کوي. دا یو تضاد ښکاري، خو دا د طبیعت قانون دی.
معاصر ژوند انسان له دوامداره خوراک سره عادت کړی دی. بدن ته هېڅکله فرصت نه ورکول کېږي چې خپل داخلي ترمیم ترسره کړي. همدا وجه ده چې معاصرې ناروغۍ لکه کینسر، شوګر او د زړه ناروغۍ زیاتې شوي دي. بدن د مصرف فرصت لري، خو د ترمیم فرصت نه لري. روژه دا فرصت بېرته ورکوي. دا بدن ته وايي چې مصرف ودروه او ترمیم پیل کړه.
روژه د بدن لپاره یوازې د خوراک نه کول نه دي، بلکې دا د بدن د بیا تنظیم، بیا رغونې او بیا توازن فرصت دی. دا بدن ته اجازه ورکوي چې خپل داخلي نظم بېرته جوړ کړي. دا هغه پروسه ده چې په هغې کې بدن خپل زاړه بارونه غورځوي او خپل نوی ژوند پیلوي.
په همدې اساس، روژه یوازې د دین امر نه دی، بلکې د طبیعت یو قانون هم دی. دا د انسان د روح او بدن ترمنځ یو پُل دی. دا هغه حالت دی چې په کې بدن خپل ځان پاکوي او روح خپل ځان لوړوي. ساینس اوس هغه حقیقت تایید کړی دی چې انسان زرګونه کاله مخکې د ایمان له لارې پېژندلی و.
روژه د لوږې نوم نه دی، بلکې د بقا نوم دی. دا د کمزورۍ حالت نه دی، بلکې د بیا ځواکمنېدو پړاو دی. دا د بدن د ختمېدو پیل نه دی، بلکې د بدن د بیا زېږېدو پیل دی.


