ویب ډیسک
د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په ملنګي سیمه کې د یوې پخوانۍ دیني مدرسې په ودانۍ کې پر امنیتي پوسته ځانمرګی موټربم برید شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ودانۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه اوسېدل او تر اوسه د اوو تنو مړي د پېښې له ځایه اېستل شوي.
د سیمې یوه چارواکي «خراسان ډایري» پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا د موټر بم ځانمرګی برید و اوپر هغې مدرسې شوی، چې پخوا د طالبانو د اړوندو ډلو پټنځای و او اوس مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.»
ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او تر خاورو او کنډر د لاندې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.
ویل کیږي په نږدې کور کې یو ماشوم هم وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.
امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره هم شته.
تر اوسه پورې د برید له ځایه د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) اووه مړي ایستل شوي دي.


