یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپښتون کمزوری نه دی، بلکې ویشلی دی

پښتون کمزوری نه دی، بلکې ویشلی دی

 

لیکنه:ډاکټر انور داوړ

المیه دا نه ده چې پښتون کمزوری دی، المیه دا ده چې منتشر دی. کمزوري عارضي وي، خو که انتشار نسلونو ته وغځېږي، نو دا د یو قوم ملا ماتوونکې سبب ګرځي. پښتون هغه قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د سترو نړیوالو ځواکونو، طاقتونو پر وړاندې یې جګړې کړې دي. د دې قوم د مېړانې، غیرت او مقاومت کیسې لا هم د تاریخ پر پاڼو روښانه دي. خو پوښتنه دا ده چې هماغه قوم نن ولې کمزوری او منتشر ښکاري؟ ولې په هر ډګر کې شاتګ ته مجبور دی؟ ولې په هر میدان کې د ناکامۍ سره مخامخ کېږي؟ ځواب یې ساده دی خو ډېر تریخ دی ځکه چې هغه متحد نه دی.

 

پښتانه تل د خبره کوي چې مونږ بهرنیو ډېر زیات زپلي یو. د خبره پخپل ځای خو نن پښتون ته تر هر بهرني دښمن زیات زیان او نقصان دا ده خپل داخلي انتشار رسوي او رسولی دی. پښتون په سیاسي توګه وېشل شوی دی، په قبیلوي توګه تقسيم دی په فکري لحاظ ګډوډ دی او په ټولنیز لحاظ د بې‌ سمتۍ ښکار دی. هر څوک پر خپله لار روان دی، خو د قوم لپاره کومه ګډه لار او موخه نشته. څوک د قومپرستۍ نعرې وهي، څوک د مذهب کارډ او نوم استعمالوي څوک یوازې د انتخاباتو پر ورځ ځان پښتون احساسوي. داسې ښکاري لکه د یوه بدن غړي چې هر یو په بېلابېلا ژبه خبرې کوي.

 

له دې حالته هغه خلک او طاقتونه ګټه اخلي چې نه غواړي چې پښتون د خپلو حقونو، خپلو وسایلو او خپلې پېژندنې لپاره په منظمه توګه ودرېږي. ځکه یو با شعوره او متحد پښتون قوم یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره د بدلون سبب کېدای شي د هغو خلکو او ځواکونو لپاره خطر جوړېږي چې څوک پر واک، فریب او په قبضه تکیه کوي.

 

بله ستره المیه دا ده چې د پښتنو ډېر قیادتونو قوم تل په احساساتي او په جذباتي شعارونو باندې بوخت ساتلی، خو هېڅکله یې له سنجیدګۍ سره یو جامع او اوږدمهاله لید، پلان او فکر نه دی ورکړی. د قوم دردونه، د قوم بیانیه یوازې د لنډمهاله نعرو، احتجاجونو، جلسې او مظلومیتي بیانونو پورې محدود پاتې شوی دي. ځکه چې نه تعلیمي اصلاحات راغلل، نه سیاسي روزنه وشوه، نه پښتون په یوه خوله شو. نه ادارې جوړې شوې، او نه یوه ملي ګډه بیانیه رامنځته شوه. له همدې امله هر نوې نسل بیا هماغه پوښتنې تکراروي چې پخوانیو نسلونو هم کړې دي چې تر کومې پورې به جنګېږو؟ تر کومې پورې به مړه کېږو؟ تر کومې پورې به جنازې پورته کوو؟ او تر کله به یو ژوندی او متحد قوم جوړېږو؟

 

پښتون ته لومړی د بل دښمن پېژندل نه، بلکې د خپل ځان د پېژندنې ضرورت ده. ځکه چې پښتون له ځان نه دې پېژندلی، پښتانه باید له قبیلوي، سیمه ییزو او شخصي ګټو پورته شي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. قوم هغه وخت جوړېږي چې فکر یې یو وي، درد يې شریک وي، او لوری روښانه او واضح وي. یوازې جلسې کول، یا په ټولنیزو رسنیو کې په غوسه ښودلو یا په جذباتي شعارونو باندې قوم نه جوړېږي. قوم هغه وخت جوړېږي چې ځوانان زده کړه تر ټولو قوي وسله وبولي، مشران اتحاد ته ارزښت ورکړي، قیادت صادق او امانتداره وي، یوه ګډه ملي موخه رامنځته کړي او هر فرد دا ومني چې که مونږ یو او متحد نه شو، نو هر څه به له لاسه ورکړو.

 

پښتون که نن هم متحد شي، کولای شي خپل برخليک، خپل تقدیر او خپل حلات بدل کړي. کولای شي پر خپلو وسایلو خپل حق ترلاسه کړي، خپله پېژندنه پخپله تعریف کړي او نړۍ ته وښيي چې هغه یوازې جنګیالی نه دی، بلکې جوړوونکی هم دی. امن خوښوونکی هم دی. یوازې قرباني نه دی، بلکې لارښود هم دی. خو که همداسې منتشر پاتې شي، نو په لاس کې به یې یوازې د ماضي کیسې وي حال به د نورو وي، او راتلونکی به یو مبهم خوب وي او تل به په همدې حالاتو کې ښکېل پاتې وي.

 

وخت بدلېږي، نړۍ بدلېږي او قومونه راویښېږي. که پښتون اوس هم راویښ نه شي، نو د تاریخ د تیارو په کونجونو کې به ورک او ډوب پاتې شي، او که کله یې نوم واخیستل هم شي، نو یوازې د یو مظلوم، بې‌ وسه او منتشر قوم په توګه به ياد شي. همدا تر ټولو لویه المیه دی، او ښايي همدا تر ټولو لویه المیه پاتې هم شي.

 

اتحاد د وخت اړتیا نه ده، بلکې د قوم د بقا شرط دی. که مونږ دا درس زده نه کړو، متحد نه شو، یوه ګډه ملي موخه خپله نه کړو نو خپل انجام به پخپله ولیکو او ښايي د ټول عمر لپاره په همدې حال کې پاتې شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه