لیکنه: هلمند پښتون
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې، چې امریکا په افغانستان کې د چین او روسیې اقتصادي حضور د منلو وړ نه بولي او د مخنیوي لپاره له پاکستان څخه د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي، د سیمې د ستراتیژیک بدلون یو مهم سیګنال دی. نوموړي دا خبرې د جماعت اسلامي پاکستان له مشر حافظ نعیم الرحمن سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
خو موضوع یوازې د امریکا او چین تر رقابت نه ده محدوده. اصلي پوښتنه دا ده: پاکستان خپله څه غواړي؟
که فرض کړو چې امریکا غواړي په افغانستان کې د چین او روسیې د اقتصادي نفوذ مخه ونیسي، نو دا هم حقیقت ته نږدې ده چې پاکستان خپله هم هڅه کوي د افغانستان موضوع د امتیاز اخیستلو وسیله وساتي. که امریکا ۵۰ سلنه استفاده کوي، پاکستان سل سلنه هڅه کوي چې د افغانستان جغرافیه د معاملې کارت وګرځوي.
د فشار زاړه ابزار نور کار نه ورکوي
پاکستان کلونه کلونه افغان کډوال د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول. خو اوس چې زیاتره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، دا وسیله تر ډېره له منځه تللې ده. نن افغان ولس پاکستان ته د پخواني باور په سترګه نه ګوري.
افغانستان نور هغه پخوانی کمزوری او متزلزل نظام نه لري. اوسنی نظام د ملي حاکمیت او بقا په ساتنه کې جدي دریځ لري او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د تېرو لسیزو په شان نه تسلیمېږي.
داخلي اورونه؛ خیبرپښتونخوا او بلوچستان
په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې تقابلي دریځ نیسي، خپله له سختو داخلي امنیتي ننګونو سره مخ دی. په خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه پراخ شوي او په بلوچستان کې د بلوچستان لبریشن آرمي (BLA) وسلهوال تحرکات دوام لري.
دا ډلې د پاکستان د دولت مشروعیت نه مني او عملاً په دوو مهمو صوبو کې د ټیټې کچې جګړه روانه ده. په داسې وضعیت کې، هر ډول احساساتي او تقابلي حرکت د افغانستان پر وړاندې کولای شي داخلي بحران نور هم ژور کړي.
د تجزیې سناریو؛ که تګلاره بدله نه سي
که پاکستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه بیاکتنه ونه کړي، خطر دا دی چې سیمهییز تقابل به یې داخلي ثبات ته زیان ورسوي. د تاریخ تجربې ښيي چې هغه هېوادونه چې هممهاله په څو جبهاتو کې ښکېل شي، د سیاسي او جغرافیایي فشارونو لاندې کمزوري کېږي.
دا مسوولیت یوازې د یوه ګوند نه، بلکې د پاکستان د ټولو سیاسي ډلو دی چې پر پوځي او امنیتي جوړښتونو فشار راوړي څو له غلطو محاسبو راوګرځي. که دا کار ونه شي، د کورني بحران، سیاسي انزوا او حتی د تجزیې سناریو لرې نه ښکاري.
پایله
سیمه د نوي ستراتیژیک ترتیب پر لور روانه ده. افغانستان نور د نیابتي جګړو میدان نه شي کېدای. که پاکستان پر زاړه سیاست ټینګار وکړي، زیان به یې خپله پاکستان ته ډېر ورسېږي.
عقلاني لاره دا ده چې د تقابل پر ځای د اقتصادي همکاریو، متقابل احترام او رښتیني ډیپلوماټیک تعامل سیاست غوره سي.
که نه، سیمه به د یوې نوې بېثباتۍ څپې شاهد وي — او دا ځل به د هغې اور یوازې د افغانستان په خاوره محدود پاتې نه سي.


