سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپاکستان په افغانستان کې خپل فشار ناکام کړ؛ د ا،ا قاطع دریځ...

پاکستان په افغانستان کې خپل فشار ناکام کړ؛ د ا،ا قاطع دریځ د اویا کلنې پالیسي وننګوله

لیکنه: هلمندپښتون
د افغانستان پخواني حکومتونه او نظامونه، چې د ملي ګټو په نوم یې دروغجنې دعوې کولې، په تاریخ کې د غلطۍ له محکمه وتلي دي. دغه نظامونه افغان ولس نږدې اویا کاله د پاکستان د بېلابېلو دسیسو، فشارونو او سیاسي لوبو لپاره کارولي او د پاکستان رژیم یې د خپلو ګټو لپاره استعمال کړ. پاکستان تل دا انګېرله چې افغانستان به د کمزورو او وابسته نظامونو له کبله د دوی د فشار ژبه ومني؛ خو د اسلامي امارت راتګ په دې معادله کې بشپړ بدلون راوړی دی.
پاکستان په تېرو څو میاشتو کې هڅه وکړه چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي فشار ته تسلیم کړي:
د کابل د عظمت منار بمبارول
د سوداګرۍ محدودول او لارې تړل
د افغان کډوالو توهین او شړل
هدف یې دا و چې اسلامي امارت د موقتي فشار لاندې راشي. خو د اسلامي امارت ځواب غوڅ و:
«پاکستانه! چې په کاسه کې یې رالیږې، په غلبیل کې یې راولېږه، چې تر موږ را ونه رسېږې.»
پاکستان غوښتل د لارې بندیزونه موقتي وي، خو اسلامي امارت یې دایمي کړل. د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو واردات به په ټولو ګمرکونو کې بشپړ بند وي، او امنیتي ارګانونه به د ناقانونه قاچاق مخه ونیسي. سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې د پاکستان پر ځای نورې بدیلې لارې وکاروي.
تحلیلي څېړنه:
سیاسي اړخ: دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان د نظام په وړاندې د یو کلک، مستقل او نه انعطاف منونکي دریځ سره مخامخ شوی. د طالبانو دریځ د ملي ګټو پر بنسټ دی، نه د بهرنیو فشارونو په وړاندې تسلیمېدنه.
اقتصادي اړخ: د ټرانزیټي لارې تړل او د درملو وارداتو بندیز دواړه خواوې ځینې اقتصادي زیانونه ګالي، خو د افغانستان په سیاسي او ملي ګټو کې دا د اوږدمهاله ګټې ګام دی.
سیمه ییز اړخ: طالبان ثابته کړه چې د فشار په مقابل کې یې دایمي او هوښیارانه ستراتیژي لري، چې په سیمه کې د ثبات لپاره مهمه ده.
د ملي حاکمیت ساتنه: دا اقدام ښيي چې اسلامي امارت د خپل حاکمیت، ملي منافعو او د خلکو د حقونو ساتنه کوي، او نور به د بهرنیو فشارونو قرباني نه شي.
پایله او پایلیک:
افغانستان نور د فشار ژبه نه مني؛ بلکې د فشار په مقابل کې فشار کاروي. د اسلامي امارت نظام ځانګړنه دا ده چې د ملي ګټو پر اساس قاطع او هوښیار پریکړې کوي، نه د بهرنیو لاسوهنو پر بنسټ موقت اقدامات. د اسلامي امارت د مالیې وزارت وروستۍ پرېکړې، په ځانګړې توګه د پاکستان څخه د درملو وارداتو بندیز، د دې قاطع دریځ څرګندونه ده.
دا دریځ د طالبانو نظام د استقلال، ځواک او د ملي حاکمیت د ساتنې یوه روښانه بیلګه ده، چې په سیمه کې د سیاست، اقتصاد او امنیت په اړه نوې میکانیزمونه رامنځته کوي. همدارنګه، دا د نړیوالو لپاره یو واضح سیګنال دی چې افغانستان د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره د قوي، مستقل او هوښیارې تګلارې اختیار کړی دی.
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه