سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه اصف وايي چې په افغانستان کې دوه سترې جګړې مقدسې جګړې...

خواجه اصف وايي چې په افغانستان کې دوه سترې جګړې مقدسې جګړې نه وې

ویب ډیسک

خواجه اصف ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دوه سترې جګړې د «جهـ.ـاد» په نوم یادي شوې، خو په اصل کې دا جګړې د حکومتونو او ډیکټاټورانو لخوا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره مدیریت او تمویل کېدې.

د هغه په وینا، دغو جګړو له اسلام او دیني ارزښتونو سره رښتینې اړیکه نه درلوده، بلکې د سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو یوه برخه وه.

د پاکستان دفاع وزیر اشاره وکړه چې په هغه وخت کې تعلیمي نصاب هم د «جـ.ـ.ـهاد» د مفاهیمو د ترویج لپاره بدل شوی و. هغه زیاته کړه: «هغه څه چې جهاد نومول کېدل، په اصل کې د بهرنیو قدرتونو په ملاتړ یوه لویه سیاسي پروژه وه.»

خواجه اصف په خواشینۍ سره وویل چې د دغو سیاستونو له ویجاړونکو پایلو سره سره، لا هم د سیمې هېوادونو له تېرو تجربو څخه لازم درس نه دی اخیستی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په تېرو څو لسیزو جګړو کې د پاکستان او نورو نړیوالو قدرتونو رول تل د تودو بحثونو موضوع پاتې شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه