دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمقاله:د پاکستان له لاس غونډ افغانستان ووت

مقاله:د پاکستان له لاس غونډ افغانستان ووت

لیکنه : م فیض الله الفاروق

 

څلور کاله کېږي چې پاکستان په افغانستان تورونه پوري کوي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز ده چې د پاکستان او د سیمې هیوادو لپاره خطر ده ،

په داسي حال کې چې له افغانستان څخه چین ، روسیه ، ایران د ا.ا.ا. سرسخت مخالف تاجکستان هم خوشحاله ده حتا چې امریکا هم وایي چې طالب په افغانستان کې د داعش ضد جګړه کې کامیاب شوی او په افغانستان کې امنیت یې ستایله ، نو بیا ولې پاکستان تورونه پورې کوي چې نړۍ یې تر ډېرو ورسره مني هم نه ؟

پاکستان ځکه په افغانستان تورونه پوري کوي چې د پاکستان له لاسه غونډ افغانستان ووت ،

پاکستان به پخوا افغانستان له ډېرو لارو کنټرول وو ، پاکستان دا فکرو کاوو چې د طالب په راتګ سره به افغانستان غونډ د پاکستان لاس ته ولویږي خو هغه هر څه بالعکس شول .

د طالب په راتګ سره د افغانانو له زړنو د پاکستاني پوځ او د isi هغه ویره ووتله چې ویل کیده به پاکستان د نړۍ پرمختللي استخبارات او اتومي پوځ لري ،ځڪه چې طالب ورسره مخامخ جګړه کې ښکیل شو دپاکستان په تاریخ کې لومړی ځل ده چې پاکستان د افغانستان په خاور تېری کوي د افغانستان حریم نقض کوي او افغانستان لخوا ورته سمدستي په زغرده ځواب ورکول کیږي او خپله دفاع کوي پوستو ته یې اورونه اچوي پوځیان یې ور وژني او اسیران کوي چې پاکستان په اړه هیڅ فکر نه کاوو .

د طالب په راتګ سره هغه فتوا چې دوي به افغانستان کې خپلو اهدافو ځانونه ورباندې رسول  نن طالب هغه فتوا افغانستان ته راوړل اوس پاکستان له افغانستان څخه فتوا غواړي چې په پاکستان ڪې جنګ حرام ده که حلال .

د طالب په راتګ سره د ډیورنډ کرښه چې پاکستان به د افغانستان د کنټرولو په توګه استعماله وله د پاکستان له لاسه ووتله اوس یې طالب د فشار په توګه کاروي  .

او همدارنګه مهاجرین چې پاکستان لپاره د فشار یوه لوی آله وه اوس د پاکستان له لاسه ووتل ا.ا.ا. مهاجرینوته په پراخه کچه خپله سینه خلاص کړه په افغانستان کې ورته ځمکې توزیع کړې د ژوند د تیرولو ټولو چارو ته یې زمینه سازي وکړه اوس پخپل وطن کې ښه د ارام ساه اخلي .

نو ځکه پاکستان په افغانستان تورونه پورې کوي چې ترهګرۍ مرکز ده چې پاکستان له لاسه غونډ افغانستان ووت

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه