دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيایا پښتونخوا ملي عوامي ګوند د طالبانو په اړه کنفیوز دی؟

ایا پښتونخوا ملي عوامي ګوند د طالبانو په اړه کنفیوز دی؟

لیکنه: عارف تبسم

ژباړه : پښتو جرنل

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اړه دا تاثر چې ګواکې دا ګوند د طالبانو په اړه له ابہام او کنفیوزن سره مخ دی، یوازې یو سیاسي الزام نه دی، بلکې د منظم بیانیه‌سازۍ برخه ده۔ دا بیانیه نه ناڅاپه رامنځته شوې، نه د کوم فکري کمزورۍ پایله ده، بلکې تر شا یې هماغه زړې قوې او هماغه سوچ ښکاري چې غواړي پښتون قومي سیاست یا چوپ وویني او یا یې کنفیوز ثابت کړي۔ اصلي پوښتنه دا نه ده چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند کنفیوز دی که نه، بلکې دا ده چې ځینې کړۍ ولې غواړي دا ګوند کنفیوز وښيي؟

که د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاست د هغې د تاریخي او فکري بنسټ په رڼا کې وکتل شي، نو دا الزام خپله مري۔ دا هغه ګوند دی چې سیاست یې د پښتون قومي شعور، جمهوریت، پارلماني مبارزې او د ریاستي جبر پر وړاندې د مقاومت استازیتوب کوي۔ دې ګوند تل د ټوپک پر ځای سیاست، او د مذهبي احساساتو پر ځای قومي او ټولنیز شعور ته لومړیتوب ورکړی دی۔ نو که داسې هڅه کېږي چې دا ګوند له مذهبي وسله‌والۍ سره وتړل شي، نو دا یوازې سیاسي بددیانتي نه ده، بلکې قصدي فکري تحریف دی۔

د دې ټول بحث بنسټ په یوه ستر علمي او سیاسي تېروتنه ولاړ دی، او هغه دا چې تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبان د یوې سکې دوه مخونه وبلل شي۔ دا هماغه ټکی دی چې له هغه ځایه کنفیوزن نه پیدا کېږي، بلکې قصداً پیدا کړل کېږي۔ تحریک طالبان پاکستان یوه وسله‌واله ډله ده چې د پاکستان دننه، په ځانګړي ډول په پښتونخوا وطن کې، یې تباهي، وېره او بې‌ثباتي رامنځته کړې ده۔ له ښوونځیو نیولې تر بازارونو، له جنازو تر جرګو پورې، داسې ځای نه دی پاتې چې د دې ډلې له تشدد او ترهګرۍ خوندي وي۔ د دې تنظیم رول د یوې داخلي پراکسي قوې په توګه پاتې شوی، چې په بېلابېلو پړاوونو کې د ریاستي پالیسیو تر سیوري لاندې جوړ او پیاوړی شو۔ پښتونخوا ملي عوامي ګوند نه کله د دې ډلې ملاتړ کړی، نه یې ورسره نرم دریځ درلود، بلکې تل یې دا د پښتون ټولنې د تباهۍ لامل بللی دی۔ دا جلا خبره ده چې له طالبانو سره د مخامخ ټکر نه کولو تګلارې د ګوند کارکوونکي د هغوی له تشدد څخه خوندي وساتل، او دا باید د خپل دریځ نه شاتګ نه، بلکې د کارکوونکو د خوندیتوب یوه سیاسي پوهه وګڼل شي۔

برعکس، د افغان طالبانو موضوع بالکل بېله ده۔ د افغان طالبانو په اړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند کوم ټکي ته اشاره کوي، هغه ملاتړ نه، بلکې د حقیقت درک دی۔ په افغانستان کې دا مهال چې هره واکمنه ډله ده، هغه یوه مسلطه شوې زمینی حقیقت دی۔ که نړۍ هر څومره اخلاقي دعوې وکړي، عملي سیاست تل له زمینی حقیقتونو سره معامله کوي۔ همدا لامل دی چې نړیوال ځواکونه، حتی هغه چې د طالبانو له نظریاتو سخت مخالف دي، افغانستان په بشپړه توګه یوازې پرېنږدي، بلکې په یو نه یو ډول اړیکه ورسره ساتي۔ د دې حقیقت منل د طالبانو د پالیسیو توثیق نه دی، بلکې د سیاسي شعور نښه ده۔

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ دلته هم روښانه دی۔ که د نجونو پر زده‌کړه بندیز وي، که د ښځو پر ټولنیز ژوند محدودیتونه وي، او که د بیان د ازادۍ مسئله وي—په ټولو کې د ګوند دریځ اصولي، څرګند او غیر مبهم پاتې شوی دی۔ ګوند دا هم درک کوي چې هېڅ حکومت د اوږدې مودې لپاره له نړیوال نظام څخه پرې شوی نه شي پاتې کېدای۔ څو کاله وړاندې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو حالت د ټولو پر وړاندې و، خو نن هلته هم ورو ورو بدلون او نرمي لیدل کېږي۔ همدا اصول پر افغانستان هم پلي کېږي۔ دا لرې خبره نه ده چې د وخت په تېرېدو، د نړیوال فشار او داخلي اړتیاوو له امله، افغان طالبان هم اړ شي چې پر خپلو سخت‌دریځو پالیسیو له سره غور وکړي۔ دا باید درک شي چې افغانستان په خلا کې ځوړند هېواد نه دی۔ دا د پښتون سیمې لویه برخه ده، اغېزې یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته رسي، او د دې هېواد بشپړه تباهي یا انزوا تر ټولو مخکې پښتون ولس ته زیان رسوي۔ همدا ټکی دی چې قصداً د “ملاتړ” په چوکاټ کې اچول کېږي۔

دلته د ګوند فکري بنسټ پوهېدل ډېر ضروري دي۔ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاست یوازې پر عکس‌العمل ولاړ نه دی، بلکې د تاریخ، قوم او سیمې پر ټولیز تجربې ولاړ دی۔ دې ګوند تل د هغې ستراتیژیک سوچ مخالفت کړې چې پکې پښتون سیمه د کوم “لوي هدف” لپاره کارول شوې ده۔ که هغه د سټرېټیجک ډېپت په نوم وي او که د نړیوالو جګړو د سون توکي ګرځېدلې وي—زیان تل د پښتون ولس شوی دی۔ له همدې امله، ګوند وسله‌والۍ ته په هره بڼه د منلو وړ نه ګڼي، خو د احساساتي شعارونو پر ځای سیاسي حقیقت‌پسندۍ ته لومړیتوب ورکوي۔

دا ویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د طالبانو ملاتړی دی، په اصل کې له دې حقیقت څخه تېښته ده چې دا ګوند د ریاستي پالیسیو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي۔ دا هغه پوښتنې دي چې ځینو کړیو ته ناخوښې دي۔ که دا ومنل شي چې TTP یوه پراکسي وه یا د پراکسي سیاست پایله وه، نو بیا ټول امنیتي بیانیه لړزېږي۔ که دا ومنل شي چې افغان طالبان اوس د پاکستان تر بشپړ کنټرول لاندې نه دي، نو بیا د لسیزو پالیسي ناکامي څرګندېږي۔ همدغه وېره ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ د “کنفیوزن” تر نوم لاندې ردول کېږي۔

د طالبانو د ځینو پالیسیو اصولي مخالفت او د افغانستان د زمینی حقیقت سیاسي درک—دا دواړه یو وخت ممکن دي۔ څوک چې دا “کنفیوزن” بولي، هغوی په اصل کې د سیاسي شعور له شتون وېرېږي؛ ځکه شعور د بیانیه‌سازۍ بازار کمزوری کوي۔ په حقیقت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ کنفیوز نه، بلکې خطرناک حد پورې روښانه دی—خطرناک ځکه چې دا روښانتیا د ځواکمنو بیانیو ننګونه کوي۔ دا دریځ وايي چې له تشدد نه سیاست نه جوړېږي، له پراکسیو نه قومونه نه ژغورل کېږي، او پښتون ولس باید نور د هرې جګړې د سون توکي ونه ګرځول شي۔ دا هغه خبرې دي چې په شعارونو نه، بلکې په فکري سیاست کې کېږي۔

په پای کې دا درک کول ضروري دي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاست نه د طالبانو وکالت دی او نه د کوم نړیوال ایجنډا ترجماني۔ دا سیاست د یوې مظلومې قوم د ګډې حافظې، تجربې او شعور څخه راټوکېدلی دی۔ دا سیاست د “ملاتړ” او “مخالفت” په ساده چوکاټونو کې بندول سیاسي ناپخوالي ده۔ څوک چې دا ټاپې لګوي، هغوی په اصل کې د ګوند له دریځ نه، بلکې د هغې له اغېز څخه وېرېږي او دا پخپله تر ټولو ستر ثبوت دی چې کنفیوزن په ګوند کې نه، بلکې د بیانیه‌سازانو په ذهنونو کې دی۔

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه