سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه په افغانستان کې سلګونه زره مېندې او ماشومان پر ځوارځواکۍ...

ملګري ملتونه په افغانستان کې سلګونه زره مېندې او ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته شوي دي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه د یو راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو له ځنډېدو او د مالي سرچېنو د کمښت له امله په دغه هیواد کې په سلګونه زره مېندې او ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته شوي دي.

 

په راپور کې راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه خلک د خوړو له سخت ناامني سره مخ دي چې له ډلې یې ۴.۶ میلیونه میندې او ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 

د راپور د مالوماتو پر بنسټ سږ کال ۳.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او له یو میلیون څخه زیاتې میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

 

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې بودیجه یې مخ په کمېدو ده او یوازې د وران ۲۰۲۵ کال تر پایه د بشري فعالیتونو د دوام لپاره له ۶۵۰ میلیون ډالرو څخه زیاتو بیړنیو پیسو ته اړتیا لري.

 

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی او د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې عام افغانان د طالبانو واکمني پر افغانستان « د بې وزلۍ او لوږې واکمني» بولي او وایې، د یادې ډلې له لوري د کاري فرصتونو په کمېدو سره، په ټول هېواد کې بېوزلي او لوږه هم زیاته شوې ده.

 

# #AFGHANISTAN# WFP

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه