ویب ډیسک
ملګرو ملتونو یو وار بیا د افغانستان په ښارونو کې د نفوس پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې ښارونه د ډېرو خلکو مېشتېدنې ته تیار نه دي.
د دغه سازمان د بیامېشتېدنې پروګرام ویلي چې په ۲۰۲۲ کې د افغانستان ښاري مېشتېدنه د ټول نفوس ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په ۱۹۵۰ کلونو کې د افغانستان یوازې ۵ سلنه خلک په ښارونو کې اوسېدل، خو اټکل کېږي چې په ۲۰۶۰ کې به دا شمېر ۵۰ سلنې ته لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د بیامېشتېدنې پروګرام دا هم ویلي چې که په راتلونکو کلونو کې د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې ژوند غوره کوي، نو له بېلابېلو کړکېچونو سره به مخ کېږي، ځکه د دوی په باور چې ښارونه د دومره خلکو مېشتېدو ته چمتو نه دي.
دا اندېښنې داسې مهال دي چې په تېرو څو کلونو کې کابل ښار د نفوس ډېرېدو له امله د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ شوی، او هېوادوال یې اندېښمن کړي دي.


