یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine

خیالي سوله

د میرانشاه ، چمن او کراچۍ تر کامیابو جلسو وروسته یې زړه نور هم ډاډه سوـ سره ځانګړې خولۍ يې پر زنګون کېښوده.
له یوې رسنۍ یې د امریکایانو د بشپړه وتلو اعلان واورېد ـ یوه خبره یې په فکر کې وروګرځېده ـ د غورزنګ له غړو د لر وو بر له پښتنو مشرانو سره یې اړیکه ونیوه.
په دریوو ورځو کې یې له شمالي او جنوبي پښتونخوا څخه لس زره قومي مشران ، علماء ، حافظان ، مدني فعالان ، د شهیدانو کورنۍ ، ځوانان او ښځې د چمن ښار ته را وغوښتل .

په څلورمه ورځ ټول د چمن او بولدک تر منځ ( دروازې) پر لوري روان شول ـ هر يوه ته یې یو قرآن مجید او یو څو بینرونه په لاسونو کې ورکړل ـ
پر یوه غټ بینر لیکلي وو ـ
(ددغه قرآنو په خاطر سوله وکړئ ، موږ ستاسو د سولې لپاره راغلي یو…) پر یوه بل بینر لیکلي وو ،
(حکومت او طالیبان ټول سره وروڼه دي…) د ښځو پر یوه اوږده بینر بیا په سرۀ رنګ په غټو تورو داسې لیکل شوي ووـ ( د خدای په خاطر موږ نوري مه کونډوئ…)

د پولې له هغې غاړې په ورته شمېر کې غیر حکومتي مشرانو ، ملي تجارانو ، علماوو ، مدني فعالانو ، د شهیدانو کورنیو او ښځو یې هرکلی وکړـ
دواړو خواوو د قرآن مجید شل زره نوسخې یو بل ته په لاسونو کې تبادله کړې ـ

درې ساعته وروسته ټول د ملي تجارانو په مرسته ، له کندهاره په لږ فاصله د شمال لور ته د ( سولې ستر میدان ) یا دښتې ته ورسېدل ـ
زرګونو نارینوو او ښځینوو یې تود هرکلی وکړ . په غاړو کې یې د ګلونو ګېډۍ ورواچولې.
په درې ورځو کې له لر او بره د بهر مېښتو قومي ګوندونو مشرانو ، مدني فعالانو ، تر يو ملیون زیاتو افغانانو د ( سولې په میدان) کې ګډون وکړـ
یوې خواته د قرآن مجید ختمونه کېدل ، بل لور ته د سولې درې (3) خبرې کمېټې (تماس ډلې) وټاکل شوې ـ
یوه یې د ( بهر مېښتو خبرو) په نامه ، بله یې ( مالیاتي کمېټه ) او درېیمه یې د (خپل منځي خبرو) په نامه وټاکل شوې…
په اوومه (7) ورځ پینځه لکه نر وو ښځې د ارګ مخې ته د سولې د خبرو لپاره کښېناستل…
تر پینځه لکه (500000) زیات علماء ، مشران ، د شهیدانو د کورنۍ خلګ او ښځې ، د قرآن مجید له نوسخو سره د هیواد بیلابیلو اولسوالیو او د طالیبانو سيمو ته ، د سولې د پیغام رسولو لپاره لاړل ـ

درې ورځې وروسته ، په لسمه ورځ له ټولو اولسوالیو حکومتي او سوله جنګیالي د (سولې میدان) ته راغلل ـ
بهر مېښتي خبرې کمېټې ټول بهرني کارپوهان ، مسلکي خلګ او د طالیبانو سیاسي مشران هیواد ته را ستانه کړل ـ
په دریو ورځو کې د سولې ( مالیاتي صندوق ) ته له ټولې نړۍ ، په ملیونونو پیسې جمع شوې ـ
په دیارلسمه ورځ (13)د سولې د ( خپل منځي کمېټې ) تماس ډلې په مرسته د حکومت او طالب مشرانو په مشوره د هیواد د راتلونکي په اړه خبرې پیل شوې ـ
د شپیتو زرو طالبانو له جملې څخه یې ، پینځه زره مسلکې طالیبانو ته يو څو وزارتونه د وزارتونو د مرستیالانو ، والیانو د والیانو د مرستیالانو ، شاروالانو د شاروالیو د مرستیالانو او داسې نوري حکومتي دندې ورکړل شوې ـ

پاته نور کسان یې ددوی د مسلک سره سم په دفاعي او نورو ادارو کې ورګډ کړل شول…
د هیواد هر شهید او د طالیبانو له هرې کورنۍ سره مالي مرستې وشوې…
پینځلسمه ورځ مـنـظـور پښـتـون د خلګو په وړاندي راشکاره شو . پر یوه څنګ یې اشرف غني او پر بل څنګ یې ملابرادر اخند ولاړ وو.
ویې ویل ! تاسو چې نن په ژړا ژړا د یو بل غاړې ته ولوېداست او یو بل مو معاف کړل ـ
د ژوند یواځنی ارمان مې د لر و بر افغانان یو کول وو .

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه