پښتو جرنل
په بلوچستان کې یو بل مرستیال کمشنر تښتول شوی، د زیارت مرستیال کمشنر د زوی سره یو ځای د وسلهوالو له خوا وتښتول شو.
د بلوچستان د زیارت په ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو د زیارت مرستیال کمشنر افضل باقي د هغه له زوی سره یو ځای وتښتاوه.
پیښه د سیلګرۍ سیمې “زرزرۍ” کې رامنځته شوې، چرته چې مرستیال کمشنر د شخصي سفر په موخه لاړ وو.
د لیویز د سرچینو په وینا، وسلهوالو د مرستیال کمشنر ساتونکي او موټر چلوونکی خوشې کړي، خو د هغه دولتي موټر یې سوځولی دی.
د پېښې پړه تر اوسه هېڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستی او په پېښه کې ښکېلو کسانو هویت هم نه دی څرګند شوی.
یاد دې وي چې له دې نه مخته د کیچ والسوالۍ د تمپ مرستیال کمشنر حنیف نورزی هم د وسلوالو لخوا برمته کړل شوی وو او د حنیف نورزي برمته کیدو پړه کالعدم بلوڅ لبریشن فرنټ په غاړه واخیسته


