دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدي اکانامسټ مجله ، عاصم منیر د امریکا سره اړیکو ته نوې...

دي اکانامسټ مجله ، عاصم منیر د امریکا سره اړیکو ته نوې بڼه ورکوي

ویب ډیسک

انګلستان مشهوره مجله “دی اکانومسټ” د اګست پر درېمه نېټه خپور شوی یو مضمون کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته درناوی ورکړی، او د ده د پاک ـ امریکې اړیکو د پیاوړتیا هڅې یې وستایلې دي.

د دی اکانومسټ له مخې، فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امریکا سره اړیکو ته نوې بڼه ورکوي. د جون پر ۱۸مه نېټه د ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې شخصي لیدنه د سیمې په ډیپلوماتیکه فضا کې د بدلون نښه وه.

یادونه باید وشي، چې په دې وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، هند یوه “مړه اقتصاد” بللی او پرې یې ۲۵٪ ټېرف (مالیه) لګولې ده.

دی اکانومسټ زیاتوي، چې امریکا د پاکستان سره د تجارتي تړون اعلان کړی او یوازې ۱۹٪ ټېرف یې پرې لګولی دی. امریکا غواړي چې له پاکستان سره تجارت، وسله او د ترهګرۍ پر ضد همکاري بېرته فعاله کړي. دا د جنوبي آسیا، چین او منځني ختیځ لپاره د امریکا په پالیسي کې لوی بدلون ښيي.

د مضمون له مخې، یو امریکایي چارواکي د داعش پر ضد د پاکستان عملیات ستایلي دي. امریکا پر دې غور کوي چې پاکستان ته بکتر بند ګاډي او د شپې لیدلو وسایل ورکړي. د امریکا پالیسي جوړوونکي د هند د تخریبي فعالیتونو ارزونه کوي.

دی اکانومسټ لیکي، چې نړیوال دیپلوماتان او پانګه‌وال په مستقیم ډول له فیلډ مارشل سره په اړیکه کې دي. فیلډ مارشل له چین او خلیجي هېوادونو سره متوازن اړیکې ساتلي دي. د هند سره تر شخړې وروسته د ده مقبولیت ډېر شوی دی.

د برتانوي مجلې له مخې، د بهرني فشار سره سره، فیلډ مارشل پر هند غبرګون وښود. د ټرمپ نږدې کړۍ د پاکستان د کرېپټو او ماینینګ سکتورونو کې د پانګونې لیوالتیا لري.

د پاکستان نوې ډیپلوماتیکه تګلاره، فیلډ مارشل عاصم منیر ته په نړیواله کچه نوې پېژندنه ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه