دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسېګار وايي افغانستان کې ترهګرې ډلې فعاله دي

سېګار وايي افغانستان کې ترهګرې ډلې فعاله دي

ویب ډیسک 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د افغانستان پر وضعیت، طالبانو سره د امریکا پر مرستو، ترهګرۍ ګواښونو او نورو مسایلو توضیحات ورکړي دي.

 

راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې لا هم د داعش خراسان څانګه، القاعده او د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي فعال دي، چې دا فعالیت د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ یاد شوی دی.

 

طالبان وسله والو ډلو سره اړیکې او په افغانستان کې یې موجودیت له دې وړاندې رد کړی دی.

 

د سیګار په راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو په تړاو هم څرګندونې شوي او دا مرستې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د بهرني سیاست له موخو سره همغږې بلل شوې نه دي.

 

ډونالد ټرمپ چې جنورۍ کې د امریکا ولسمشر شو، د «بهرنیو مرستو د بیا ارزونې او تنظیم» فرمان یې صادر کړ، څو معلومه شي چې کوم بهرني پراختیايي پروګرامونه د امریکا ملي ګټو او سیاستي موخو سره سر خوري.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۸ اپرېل پورې ویلي، چې ټولې بهرنۍ مرستې چې په افغانستان کې یې مصرف کېدې، د دولت له اهدافو سره همغږې نه وې.

 

سیګار لیکلي چې اوسنی تمرکز یوازې پر ترهګرۍ ضد هڅو او د امریکایي تر بندیانو خلاصون محدود شوی، ویلي یې دي، چې امریکا نه شي کولای د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

امریکا تر ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان سره لوی مرسته کوونکی ګڼل کېږي، چې یوازې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې ۳.۳۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

 

دې مرستو کې نه یوازې د طالبانو د پراخو لاسوهنو راپورونه ورکړل شول بلکې متحده ایالاتو په وروستي اقدام کې پر افغانستان خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې دي، خو معلومات ښيي، چې طالبانو ته لا هم د اوونۍ له ۴۰ تر ۶۰ میلیونو ډالري کڅوړې ورځي.

 

د جمهوري نظام لومړي مرستیال، ښاغلي امرالله صالح په خپلو وروستیو څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې طالبانو سره د امریکا ۶۰ میلیوني ډالري کڅوړې که بندې شي، دا ډله په څو ورځو کې پاشل کېدای شي.

 

کارپوهان باور لري، چې طالبانو ته د افغانستان د یوه اساس تاریخي پړاو مسوولیت ورګرځېدونکی دی او که خپلو سیاستونو ته تغییر ور نه کړي او د افغانانو په منلو کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه نه کړي، د نړیوالې ټولنې له خوا به سخت منزوي شي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه