راپور :داودجبارخیل
نن ورځ د هنري ټولنې سازمان یوه استازي پلاوي د کلتور، ګرځندوی، سپورت او لرغونپوهنې له سکرتر ډاکټر عبدالصمد سره یوه مهمه غونډه وکړه.
دا ناسته، چې د همغږۍ، فکري تبادلې او فرهنګي همکارۍ پر بنسټ جوړه شوې وه، د یو نوی فرهنګي دور پیل بلل کېدای شي.
پلاوي کې د پښتو موسیقۍ او هنر نامتو شخصیتونه شامل وو:
استاد احمد ګل (د پیښور رییس)
ډاکټر رشید احمد خان (د د هنري ټولنې مرکزي رییس )
ګل اکبر راهي (د پیښور مرستیال رییس)
سلیم دریاب (د مردان رییس)
ماسټر لیاقت علي (د مرکزي ګډ سکرتر)
استاد صنم ګل، استاد رضوان منور، استاد روزي دین
ماسټر سحر ګل (د اړیکو سکرتر پیښور)
سندرغاړی سراج
اجمل (د مالي چارو سکرتر مردان)
سندرغاړی رحیم خان،
سیدة ګل (د پیښور مرستیال رییس)
په دې غونډه کې، د موسیقۍ د هوساینې، ترویج او د هغې سره تړلو هنرمندانو ستونزو په تفصیل سره بحث وشو. ډاکټر عبدالصمد خپل ارزښتناک نظرونه او وړاندیزونه پلاوي سره شریک کړل او د راتلونکي لپاره یې ځینې نوي پروژې هم طرحه کړې، چې خورا د ستاینې وړ دي. د پلاوي ټول غړي د ډاکټر صاحب د فکري پراخوالي، موسیقۍ سره مینه او په صوبه کې د کلتور او هنر لپاره د رغنده فکر څخه ډیر متاثره شول. اداره ډاډه ده چې د ډاکټر صاحب په مشرۍ به دا پروژې ډیر ژر پلي شي او دا فعالیتونه به په ولایت کې د کلتور د ودې لپاره یو مهم ګام ثابت شي.


