یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي ،افغانستان کې له ۲۵ میلیونو زیاتو خلکو ته اړین...

ملګري ملتونه وايي ،افغانستان کې له ۲۵ میلیونو زیاتو خلکو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر راهیسې یې په افغانستان کې له ۲۵ میلیونو زیاتو خلکو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي او بنسټيز ټولنیز ملاتړ یې ترې کړی دی.

 

دې ادارې یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۲مه په یوه خپاره شوي راپور کې لیکلي چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې یې له نږدې ۸۰ زره وړو سوداګریو ملاتړ کړی، چې ۹۷ سلنه یې ښځو اداره کړي دي.

 

د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې پر غیر رسمي او بې ‌ثباته عاید لرونکوکارونو د افغانو ښځو تکیه زیاته شوې، چې دا کچه د ۲۰۲۳ کال له ۳۷ سلنې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۷ سلنې ته رسېدلې ده.

 

دغه راز یوازې اووه سلنه ښځې له کوره بهر دنده لري، په داسې حال کې چې دا شمېره د نارینه‌ وو لپاره ۸۴ سلنه ده.

 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې له رسمي اقتصاده د ښځو محرومول به له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسوي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې، د ښځو پر کار کولو باندې ډېر محدودیتونه لګول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه