دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد وايي،باور لري چې بګرام چین نه اداره کوي

خلیلزاد وايي،باور لري چې بګرام چین نه اداره کوي

ويب ډیسک

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له دریځه د ملاتړ او د ولسمشر ټرمپ ادعا په ناسمې بللو سره ویلي، چې دی باور لري چې بګرام چین نه اداره کوي.

 

که څه هم خلیلزاد نور جزییات نه دي ورکړي، خو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ولسمشر ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته په ځلونو ادعا کړې، چې بګرام د چین په کنټرول کې دی.

 

ټرمپ ویلي، که چېرته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ولسمشر وای، بګرام یې نه پرېښود او هلته به یې د امریکا پوځي حضور ساتلی وای.

 

تر دې وړاندې تلګراف ورځپاڼې د سپوږمکۍ له انځورونو په تحلیل راپور ورکړی و، چې چین له ۲۰۲۴م کال راهیسې په دې اډه کې حضور لري او په مالي مرسته یې بګرام بیا رغول کېږي.

 

طالبانو سره د دوحې قرارداد لاسلیک کوونکی، زلمی خلیلزاد داسې مهال د طالبانو تر واک لاندې بګرام اډه د چین تر ادارې لاندې نه ګڼي، چې طالبانو هم په ځلونو ورته ادعاوې رد کړې دي.

 

خلیلزاد د طالبانو له واکمنۍ را وروسته په ښکاره توګه د طالبانو لوی لابیګر ګڼل کېږي او ادعا کېږي، چې دی غواړي طالبان واشنګټن ته سپین وښيي او نږدې یې کړي.

 

نوموړي څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ هغه پرېکړه لیک نامعقول او بې ځایه وباله، چې له طالبانو یې د بشري حقونو رعایت، ټولشموله حکومت او د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو غوښتنه کړې ده.

 

کارپوهان باور لري، چې نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا ته د طالبانو نږدې کولو کې د خلیلزاد هڅې، له ټرمپه د طالبانو د ګټلو په مانا دي او پرته له دې چې د دوحې تړون ژمنې عملي شي، د دې ډلې عادي سازي کوي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه