لیک: ډاکټر لطیف یاد
کورت چې په فارسي ژبه یې قروت بولي او ایرانیان ورته کشک وایی او په انګریزي کې ور ته (dried yogurt ) وا یي یو ډول خواړه دي چې دلبنیاتو په تیره بیا دمستو یا شلومبو( تروو)نه ترلاسه کیږي .
دکورتو دجوړلو طریقه داده چې لومړی مستې یا شلومبې په غړکه کې اچوي او شاربي یې چې ټول غوړي ځیني جلاشي . وروسته هغه شلومبې ایشوي چې ټینګې شي اوکله چې بیا سړې شوې دهغه نه ګرد غونډاري جوړوي او پر یوه پاک ټوکر باندي یې لمر ته ږدي چې وچ شي . په بل عبارت د کورتو د جوړولو له پاره مستې او تروې د سان ټوکر څخه په جوړو کڅوړو کې اچوي او بيايې ځړوي تر څو چې اوبه يېپه بشپړه توګه وڅاڅي يعنې وچې شي، دکڅوړې دغه محتوياتوته نو بيا چکه وايي. بيا ددغه ترلاسه شوې چکې نه واړه غوڼډاري جوړوي چې نوم يې بيا کورت دي.
کله چې وچ شول نو هغه بیا راټولوي او چیرته یې په یوه لوښي کې ږدي .کله چې دچا کورتو خوړلو ته زړه وشي نو هغه دکورتو سپین غونډاري په یوه لوښي کې اچوي او لږې تودې اوبه پکې اچوي او هغه مښي او زدویی،په افغانستان کې په عمومي ډول دکورتو دمښلو او زدویلو لپاره کورت مال استعمالیږي . بیا هغه دکورتو ټینګې اوبه ایشول کیږي او دوریجو او یا همداسې بې له وریجو یې دډوډۍ( روټۍ ) سره خوري خو دپاسه سره شوي غوړوي ورباندې اچوي .
کورت خوندور او ګران بیه خواړه دي چې زیاتره یې کوچیان جوړوي ، په تیره بیا په ژمي کې یې خلک ډیر خوري . دیوه سړي نه چا وپوښتل چې کورت څه ډول خواړه دي؟ .هغه ورته په ځواب کې وویل چې کورت دخدای نعمت دي خو چې غوړي ورباندې واچوي نعمت الله ترې جوړشي یعنې دخدای نعمت . داخبره هم باید ورسره زیاته کړم چې کورت په افغانستان ، ایران ، تر کیې . دمنځنۍ آسیا په هیوادونو تاجیکستان ، ازبکستان ، قرغزستان او تر کمنستان کې هم شته او خلک یې خوري .


