سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام‌آباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د...

اسلام‌آباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه ترسره شوه.

ویب ډیسک

اسلام‌آباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه ترسره شوه.

د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې رئیس مفتی نور احمد نور کوله، او د پاکستان له خوا د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت سکرتر سید علي اسد ګیلاني د پلاوي مشري وکړه.

 

په غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاریو او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې، همدارنګه د سیمې او نړیوالو سیاسي مسایلو ته هم پاملرنه وشوه.

 

دواړو خواوو د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو او د افغان مهاجرو د ستونزو د حل، او افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

په پای کې دواړو لوریو د موجوده ننګونو د حل لپاره د دوامداره تماس او همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې سیمه ییز پرمختګ او دوه اړخیزې اړیکې د امنیت له پیاوړتیا سره تړلي دي.

#افغانستان

#پاکستان

#سیاسي_مشورتي_میکانیزم

#اسلام_آباد

#دوه_اړخیزې_اړیکې

#سوداګري

#مهاجرین

#امنیت

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه