ویب ډیسک
د پاکستان پوځ وايي، د جمعې ورځې راهیسې یې ۳۰ وسلوال وژلي. پوځ ادعا کړې چې دغه وسلوالو د افغانستان له لورې پاکستان ته د ور اوښتولو هڅه کوله.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په همدې سرحدي سیمه شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله ۱۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.
د پوځ بیان زیاتوي، وژل شوي وسلوال د پاکستاني طالبانو او ورته نورو ډلو سره تړاو لري او یو وار یې بیا هند د دغه ډلو پر ملاتړ تورن کړی دی.
د بیان له مخې”د امنیتي ځواکونو مسلکيتوب، له وړاندې معلوماتو او چمتووالي وښودله چې د یوه پېښېدونکي ناورین مخه نیولی شي.”
د بیان په ټکو، “د عملیاتو پرمهال وسایل، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي.” پوځ په دې اړه کوم شواهد نه دي خپاره کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د خپلو ځواکونو ستاینه کړې.
تېره اونۍ په شمالي وزیرستان کې د ۱۶ پاکستاني سرتېرو د وژلو مسولیت د پاکستاني طالبانو یوې ډلې منلی و.
پاکستان ډېر کله افغانستان او هند په پاکستان کې د جنګېدونکو وسلوالو ډلو پر ملاتړ تورنوي. هند په خپله پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی بولي.
د طالبانو حکومت یې هر وخت په ځواب کې ویلي، پاکستان دې پر نورو د تورونو لګولو پر ځای په خپل هېواد کې امن راوستلو ته پام ډېر کړي.
تېرو درې کلونو د پښتونخوا او بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې د پاکستان پوځ له سختو بریدونو سره مخ شوی. بلوڅ بیلتون پالي او د پاکستان طالبانو غورځنګ تر ډېره د بریدونو مسولیت مني.
تېره اونۍ په باجوړ کې د دوه پولیس افسرانو له وژل کېدو وروسته اسلامي دولت نومې ډلې د دغو وژنو مسولیت منلی و.


