یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان:مستونګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو د ولسوالۍ دفتر او یو شمېر بانکونو...

بلوچستان:مستونګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو د ولسوالۍ دفتر او یو شمېر بانکونو پر دفترونو بریدونه کړي دي

ویب ډیسک

د پاکستان بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو د ولسوالۍ دفتر او یو شمېر بانکونو پر دفترونو بریدونه کړي دي. د پولیس چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه یو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د مستونګ د پولیسو مرستیال مشر محمد یونس مګسي ویلي: “وسله‌والو لومړی د مستونګ ښار د تحصیل پر دفتر برید وکړ.”

هغه زیاته کړې: “له برید وروسته پولیس سرتېري سیمې ته ورسېدل او له وسله‌والو سره یې نښته وشوه.” د نوموړي په وینا، “له دې نښتې وروسته وسله‌وال له تحصیل دفتره ووتل او یو بانک ته ننوتل، هلته یې بیا د پولیسو له رسېدو سره راکټونه وتوغول شول.”

یونس مګسي ویلي: “د ایف سي ځواکونه هم ښار ته رسېدلي او دا مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو له خوا د وسله‌والو پر ضد عملیات روان دي.”

نوموړي ویلي، “په دې وخت کې د انساني او مالي زیان کره اندازه اخیستل ګران دي، خو تر دې دمه د یوه ماشوم د وژل کېدو او پنځو تنو د ټپي کېدو پخلی شوی.”

هغه دا هم ویلي چې “ټپیان روغتونونو ته د طبي مرستې لپاره لېږدول شوي دي.”

بله ‌خوا، د دولتي چارواکو په وینا، د مستونګ په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. د وسله‌والو له بریدونو وروسته، په ښار کې سخته وېره خپره شوې او د ښار مرکزي سیمې تر ډېره تشې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه