ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې یا (CEDAW) د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، د افغانستان د ښځو د حقونو وضعیت لومړی ځل بیا ارزولی دی.
دا ارزونه که څه هم د طالبانو له رسمي ګډون پرته ترسره شوې، خو د پخوانیو افغان چارواکو، د تبعید په حالت کې د ښځو د حقونو فعالانو، او د افغانستان د دایمي استازولۍ له خوا د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، ارزول شوې ده.
د کمېټې په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د نهپېژندنې له امله دوی د ملګرو ملتونو په ناسته کې ګډون نهدرلود، خو د ښځو د حقونو د ارزونې لپاره د مدني ټولنو، پخوانیو چارواکو، او فعالو افغان ښځو نظرونه اخیستل شوي دي.
دغه ارزونه هڅه ده چې د افغانستان د نړیوالو ژمنو پر بنسټ، د ښځو وضعیت له نږدې وڅېړي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، چې له هماغه وخت راپهدېخوا یې د ښځو د زدهکړو، کار، سفر، او عامه ژوند په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
چې دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان د نړیوالو ژمنو له اصولو سره هم په ټکر کې دي.
د کارپوهانو له نظره، دا ډول نړیوالې ارزونې که عملي تعقیب ونهلري، یوازې د اسنادو په کچه پاتې کېږي.
همدا راز ګڼې افغان ښځې او نجونې د کمېټې دا هڅه ارزښتمنه بولي، خو ژوره اندېښنه څرګندوي چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د دوی د حقونو لپاره عملي او جدي ګامونه نهدي اخیستي.
د دوی په باور، یوازې راپورونه او ارزونې بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره مشخصې تګلارې غوره کړي.


