یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده ۶ میاشتو ته...

پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده ۶ میاشتو ته غځولو وړاندیز ژر کابینې ته وړاندې شي

ویب ډیسک

د پاکستان حکومت د پروف آف رجسټریشن (پی او آر) کارت لرونکو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د ۳ څخه تر ۶ میاشتو پورې د ممکنه تمدید په اړه غور پیل کړی دی. په دې اړه د ۶ میاشتو تمدید وړاندیز به ژر د وفاقي کابینې منظوري ته وړاندې شي.

سرچینو له مخې، په دې اړه یوه لوړه کچه غونډه وشوه چې پکې د سیفران وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو چارواکو ګډون کړی و. په غونډه کې د پی او آر کارت لرونکو د راتلونکي په اړه تفصیلي مشورې وشوې.

چارواکو غونډې ته وویل چې ډېر داسې پی او آر کارت لرونکي شته چې په پاکستان کې زیږیدلي دي، او هلته يې کاروبارونه، جایدادونه او نور شتمنۍ شته. نو ځکه هغوی ته د خپلې شتمنۍ د خرڅولو او کاروبار د ختمولو لپاره معقول وخت ته اړتیا ده.

یاده دې وي چې د روان کال په ترڅ کې د پاکستان حکومت ډېری غیرقانوني افغان کډوال له هېواده ایستلي، او له ایران نه هم زرګونه افغان وګړي بیرته کابل ته ستانه شوي دي.

له دې سره، په دې وروستیو ورځو کې د چین په هېواد کې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ مهمه لیدنه وشوه، چې له امله یې د دوه اړخیزو اړیکو په ښه والي کې پرمختګ راغلی دی. افغان حکومت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره د ځنډ غوښتنه هم کړې وه.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۰مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه بیان کې له پاکستان او نورو هېوادونو غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو ستنیدنه باید مرحلې وار ترسره شي. ده ویلي، که څه هم افغانستان کې د امنیت کوم جدي ستونزه نشته، خو د دومره زیات شمېر کډوالو یو ځل بیا ستنول یوه ستره ننګونه ده.

تر دې وړاندې، د بهرنۍ خبري اژانس “اې ایف پي” راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د مارچ په پیل کې د افغان سټیزن کارډ (اې سي سي) لرونکو په ګډون ټولو غیرقانوني بهرنیانو ته تر ۳۱ مارچ پورې د هېواد پرېښودو امر کړی و. ورسره د افغان وګړو، چې پکې کرایه داران، مزدوران او کاروباریان شامل دي، د سکریننګ بهیر هم پیل شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه