سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هند یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوې

د هند یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوې

ویب ډیسک

د هند ملی مسافر وړونکې الوتکي ایر انډیا د مدیریت او سیمه ییزو رسنیو په وینا، مسافر وړونکې الوتکه چې ۲۴۴ کسان پکې سپاره وو، د پنجشنبې په ورځ، د می په ۱۲مه، د احمد آباد په شمال لویدیځ ښار کې وغورځېده.

په سیمه ییزو تلویزیوني چینلونو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د احمد آباد هوايي ډګر ته نږدې د الوتکې د غورځېدو له ځای څخه په هوا کې لوګی پورته کېږي.

د هند ملکي هوايي چلند عمومي رییس فیض احمد قدوي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل چې د ایر انډیا الوتکه AI 171، یوه بوینګ 787، د ماسپښین په 1:38 بجو له الوتنې څو دقیقې وروسته د احمد آباد په میګاني نګر استوګنې سیمه کې وغورځېده. الوتکه د انګلستان د لندن د ګاتویک هوايي ډګر ته روانه وه.

د قدوي په وینا، په الوتکه کې ۲۳۲ مسافر او ۱۲ د عملې غړي سپاره وو.

د پېښې وروسته سمدلاسه په هوايي ډګر کې د بیړنیو مرستو ټیمونه واستول شول.

د بوینګ ۷۸۷ ډریم لاینر یوه پراخه بدن لرونکې، دوه انجن لرونکې الوتکه ده.

د هوايي چلند د خوندیتوب شبکې د ډیټابیس له مخې، دا د بوینګ ۷۸۷ الوتکې سره لومړۍ حادثه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه