ویب ډیسک
چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې په چاودنه کې د اېف سي ځواک څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او د اردو ژبې ټېلېوېژن جیو نیوز د پولیسو او انتظامي چارواکو په حواله لیکلي چې د اېف سي ځواک ګاډي په مارګټ سیمه کې ګزمه کوله چې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو.
مارګټ د کوټې ختیځ لوري ته پرته غرییزه سیمه ده چې پکې د سکرو کانونه دي او د ملېشې ځواک سرتېري اکثر د امنیت لپاره هلته ګزمه کوي.
چارواکي وايي چې چاودنه پر داسې مهال شوې چې په سیمه کې د پولیو واکسیني کیمپېن روان وو.
د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.
په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اپرېل پر ۲۳مه د بلوچستان په مستونګ کې د ګوزڼ د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې د لېویز ځواک دوه سرتېري ووژل شول. ضلعي انتظامیې تر هغې پېښې وروسته په سیمه کې د پولیو کیمپېن وځنډاوه.
تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه په مستونګ کې په بمي چاودنه کې درې پولیس ووژل او لږ تر لږه ۱۶ ژوبل شول. داراز، د روانې میاشت پر نهمه د کوټې پر سریاب سړک په وسلوال برید کې درې پولیس ووژل او یو ژوبل شو.
د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې “ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد “یو موټی” دي او وسلوالې ډلې خپلو “شومو موخو” ته رسېدو ته نه پرېږدي.


