ویب ډیسک
وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل، د هند او پاکستان هر ډول اړیکې ترینګلې شوې دي.
ملګرو ملتونو له دواړو هېوادونو غوښتي، څو د یادې «مرګونې» پېښې غبرګون کې له حد زیات زغم وښيي او له تاوتریخوالي ځانونه وساتي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د سیمې وضعیت له نږدې څاري او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د وضعیت د خرابېدو لامل کېږي.
له دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي راپورته شوي وضعیت د حل په موخه وړاندیزونه کړي او تاوتریخوالی یې د لویو زیانونو مل ګڼلی دی.
له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي دي، چې په کشمیر کې د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې دي.
د کشمیر پېښې وروسته د پاکستان او هند ډيپوماټیکې اړیکې تر ټولو ټيټې کچې ته راغلي او د هوايي حریمونو تړلو سربېره یې ځینې مهم تړونونه هم ځنډولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي ګوتڅنډې کوي، که هر یو د برید لومړی اقدام وکړي، پر وړاندې به یې سخت غبرګون وښيي.
# #India #Pakistan #UN


