یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوه اوونۍ کې د هېواد څلورو رېل‌پټلۍ بندرونو له لارې د ۷۶...

یوه اوونۍ کې د هېواد څلورو رېل‌پټلۍ بندرونو له لارې د ۷۶ زره ۷۶ مټریک ټنه لېږد رالېږد خبر ورکړی.

ویب ډیسک

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد څلورو رېل‌پټلۍ بندرونو له لارې د ۷۶ زره ۷۶ مټریک ټنه لېږد رالېږد خبر ورکړی.

د یاد وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کې ۲ زره ۶۸۱ ټنه د آقینې، ۱۰ زره ۳۵۶ ټنه د تورغونډۍ، ۱۷۹۹ ټنه خواف – هرات، ۶۱ زره ۲۴۰ ټنه انتقالات د حیرتان بندرونو له لارې شوې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې دا لېږد رالېږد د حمل میاشتې له ۱۵ تر ۲۱ مې نېټې شوې، او په وینا یې چې د وچې میوې، د انارو جوس او کچالو په ګډون ۱۳ زره ۴۴۰ ټنه سوداګریز توکي هم صادر شوي دي.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې یاد وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو ‎ او سوداګرو ته د ډېرو اسانتیاوو د رامنځته‌کولو هڅې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه