دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د بشري مرستو ځنډول او د افغان کډوالو راستنیدل د افغانستان...

امریکا د بشري مرستو ځنډول او د افغان کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري وضعیت خراب کړی دی.

ويب ډيسک

د خوړو نړۍال پروګرام په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د بشري مرستو ځنډول او د افغان کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري وضعیت خراب کړی دی.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې د مرستو ځنډول، په ځانګړې توګه د خوړو اړوند مرستو لپاره د بودجې کمښت، په دې هېواد کې د خوړو د خوندیتوب لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د شمېرو لمخې، د ۲۰۲۱ زیږیز کال په اګست کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې، تر ۲.۷ میلیونو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي او په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو راستنیدل لا پسې زیات شوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په دغه راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد لا هم د ځوړ په حالت کې دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه