ویب ډیسک
د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د امریکا له لوړپوړي پلاوي سره لیدنه وکړه. دغه پلاوی چې مشري یې د جنوبي او منځنۍ آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ایرک میئر کوله، د معدني سکتور په اړه د دوهاړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست (ISPR) له مخې، امریکايي پلاوي د پاکستان د معدني سرچینو د پراختیا پالیسۍ ستاینه وکړه او د “پاکستان منرالز فورم ۲۰۲۵” د جوړېدو هرکلی یې وکړ.
ایرک میئر د پاکستان د پانګونې فضا مناسبه وبلله او ویې ویل چې امریکا د معدني سکتور په برخه کې له پاکستان سره ژورې همکارۍ غواړي.
په ناسته کې دواړو خواوو د سیمهییز امنیت، نړیوالو تحولاتو او دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړې. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د حکومتي او خصوصي کچې همکاریو ته به لا پراختیا ورکوي.


