ټرمپ حکومت هڅه کوي د بهرنیو مرستو هغه برخې چې مخکې بندې شوې وې، بیا پیل کړي.

0
182

ویب ډیسک

رویټرز خبري اژانس د شپږو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي د بهرنیو مرستو هغه برخې چې مخکې بندې شوې وې، بیا پیل کړي.

 

سرچینو ویلي، د سې‌شنبې په ورځ هڅه شوې چې لږ تر لږه شپږ د بېړنیو مرستو د ورکړې پروګرامونه بیا پیل کړي.

 

جرمي لوین، د امریکا د نړۍوال پراختیا ادارې مرستیال، په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې مرستې پیل کړي.

 

رویترز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ټرمپ ادارې د مرستې رسولو مهم پروګرامونه د افغانستان او یمن په ګډون په دولسو هېوادونو کې پایته رسولي دي چې مجموعي کچه یې تر ۱.۳ میلیارد ډالرو رسېږي.