یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهازبکستان له افغانستان سره د تعامل او خبرو اترو د دوام پر...

ازبکستان له افغانستان سره د تعامل او خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار

ویب ډیسک

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په تاشکند کې د پارلمانونو د نړیوالې ټولنې په یوسلو پنځوسمه غونډه کې له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او له نړۍ یې وغوښتل، چې افغانستان منزوي نکړي.

 

شوکت میرضیایوف په سیمه کې د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ؛ په نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو د پیل او د منځنۍ آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

میرضیایوف ویلي؛ افغانستان باید د مرکزي آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه وګڼل شي، چې د پام وړ نااستعمال شوې سرچینې لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه