سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزی وايي، د هېواد راتلونکې لپاره د نجونو زده کړې حیاتي...

حامد کرزی وايي، د هېواد راتلونکې لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي.

ویب ډیسک

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د هېواد راتلونکې لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي.

 

کرزي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره کتنه کې د افغان نجونو د زده کړو برخه کې د ملګرو ملتونو له رول مننه کړې ده.

 

ملګرو ملتونو هم له دې وړاندې ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې کړي او د یاد بشري حق پر ورکړې یې ټینګار کړی و.

 

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما مشرې سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو او هېواد کې د ملګرو متلونو د سیاسي استازولۍ پر پروګرامونو خبرې شوې دي.

 

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر راتلونکې یوه کال نور هم تمدید کړ.

 

د یوناما استازو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې وننګولې خو طالبان وايي، دا د دوی سم انځور نه دی چې نړۍ ته یې وړاندې کوي.

#  #Afghanistan #UNAMA #UN#

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه