سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ،که افغان واکمن او امریکا اړیکې ولري د ګډو ګټو او...

کابل ،که افغان واکمن او امریکا اړیکې ولري د ګډو ګټو او اندېښنو لپاره به کار وکړای شي.

ویب ډیسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، که طالبان او امریکا اړیکې ولري د ګډو ګټو او اندېښنو لپاره به کار وکړای شي.

 

د طالبانو خارجه وزارت ویاند په دې مرکه کې ټینګار کړی، چې د ټرمپ له حکومت سره داسې مذاکرات غواړي چې د بشري حقونو او سوداګرۍ په ګډون د دواړو لوریو ګډې ګټې خوندي کړي.

 

بلخي ویلي، چې طالبان په امریکا کې د افغانستان د سفارت پرانېستو غوښتونکي دي او په کابل کې د یاد هېواد سفارت فعالیت سره هېڅ ستونزه نه لري.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې طالبانو کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له تګ سره سم د دغه هېواد یو وګړی له بند آزاد او امریکا د طالبانو پر درېیو لوړپوړو چارواکو ایښې نغدي جایزې لغوه کړې.

 

عبدالقهار بلخي د وسلو په بدل کې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د خبرو په غبرګون کې زیاته کړې، چې یادې شتمنۍ د افغانستان د خلکو دي او په ناسم ډول کنګل شوې دي.

 

نوموړي له دې وړاندې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پاتې وسلې د طالبانو ملکیت دی او هېڅکله به یې امریکا ته بېرته ورنه کړي.

 

که څه هم طالبان امریکا سره د اړیکو د عادي سازۍ لپاره له هر پلوه ځان اماده ښکاره کوي، خو د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت تراوسه له طالبانو سره د ښکاره او رسمي اړیکو په اړه څه نه دي ویلي.

 

کارپوهان له نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا سره د طالبانو اړیکې د افغانستان لپاره مهمې ګڼي خو ټینګار کوي چې د کورني مشروعیت لپاره دې د افغانانو غوښتني ومني؛ نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي او د واک له انحصاره دې ووځي.

# #Afghanistan #US #Doha

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه