سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدا ځل به د پاکستان او سعودي عربستان اختر یوځای وي

دا ځل به د پاکستان او سعودي عربستان اختر یوځای وي

ویب ډیسک

پاکستان د شوال میاشتې له لیدو پرته او مخکې له مخکې په دغه هېواد کې راتلونکې دوشنبه، د مارچ ۳۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ او درې ورځې رخصتي اعلان کړه.

د پاکستان د فضا او پورته اتموسفیر څېړنیز کمېسیون «سوپارکو» اټکل کړی چې شوال میاشت به د مارچ په ۲۹مه رامنځته او پر ۳۰مه به ولیدل چې ورسره به راتلونکې دوشنبه کوچنی اختر وي.

دغه کمېسیون وايي چې اټکل یې، د ساینسي ارزونو، ستورپوهنې محاسبو او عصري مشاهداتي معلوماتو پر بنسټ ولاړ دی.

د پاکستان یاد دولتي کمېسیون همداراز وړاندوینه کړې چې دا ځل به د پاکستان او سعودي عربستان اختر یوځای وي.

د پاکستان جیونیوز نن چهارشنبه، مارچ ۲۶مه همداراز د پاکستان هواپېژندنې ریاست له قوله هم راپور ورکړی چې کوچنی اختر به راتلونکې دوشنبه وي.

پاکستان همداراز د کوچني اختر لپاره درې ورځنۍ رختي هم اعلان کړې چې د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر دویمې نېټې به دوام وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه