سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان پاکستان نه غوښتنه کړې چې سوداګریزو لارو ته باید د دوامداره...

افغانستان پاکستان نه غوښتنه کړې چې سوداګریزو لارو ته باید د دوامداره فعالیت زمینه برابره شي

ويب ډيسک

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي او پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او دغه برخه کې یې پر شته ستونزو خبرې کړې دي.

 

د سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د دې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د مرکزي او سویلي اسیا د سوداګرۍ لپاره د تورخم لارې پر اهمیت په ټینګار سره ویلي، دغه لار کولای شي د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه کې زیاتوالی رامنځته کړي او په خبره یې، بندښت یې هم کولای شي د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ستر زیان واړوي.

 

هغه د تورخم دروازې وروستي بندښت ته په اشارې د پاکستان له ځانګړي استازي غوښتي چې د تل لپاره د دغې دروازې د پرانیستو په برخه کې هڅې وکړي.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې محمد صادق خان له پاکستاني حکومت سره دغو مسایلو د شریکولو ژمنه کړې ده.

 

افغانستان او پاکستان اوږده سوداګریزه سابقه لري، او تورخم بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یوه حیاتي نقطه ده. د پاکستان حکومت وخت ناوخت د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله دغه بندر تړي، چې له امله یې افغان سوداګر او عام وګړي له مالي زیانونو سره مخ کېږي.

 

له بلې خوا، د افغانستان خصوصي سکتور تل د دې غوښتنه کړې چې سوداګریزو لارو ته باید د دوامداره فعالیت زمینه برابره شي، څو سوداګر بې له خنډه خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

 

په همدې ترڅ کې، پاکستان ته د افغانستان صادرات هم د تورخم لارې پورې تړلي، او د دې لارې بندېدل د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړيکو ته زیان رسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه