ویب ډیسک
پاکستاني چارواکو د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د تورخم لارې د بشپړ پرانېستو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې هغه کسان پر دې لاره تګ راتګ کولای شي چې قانوني وېزه ولري.
ډان ورځپاڼې یکشنبه د وري پر ۳مه د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د تذکرې لرونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دغه هیواد ته سفر وکړي
د راپورونو له مخې، د دې لارې له پرانیستل کېدو راهیسې لږ تر لږه څلور زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
ډیری دغو کسانو د سفر قانوني اسناد لرل.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې یو پاکستانی پلاوی د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره پر خبرو اترو بوخت دی.
د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.


