ویب ډیسک
د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغو ادعاوو ته غبرګون ښودلی، چې د بلوچستان په برید کې یې دغه هېواد په لاس لرلو تورن کړی و.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند روډني جیسوال پاکستان خپله د ترهګرۍ مرکز بللی او ټینګار یې کړی، چې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو له امله دې د نورو ملامتول پرېږدي او خپل امنیت ته دې پام وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د بلوچستان بولان درسره کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د بلوڅ آزادي غوښتونکو برید هند طرحه او له افغانستان رهبري کېده.
طالبانو هم د پاکستان د خارجه وزارت ادعاوې رد کړې دي او ټينګار یې کړی، چې دغه هېواد دې پر نورو د تورونو لګولو پر ځای داخلي امنیت ته پام وکړي.
طالبانو د پاکستان ادعاوې داسې مهال رد کړې دي، چې پر دې برید او د «بې ګناه» انسانانو پر وژلو یې خواشینې ښودلې وه.
پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید او مسافرو د برمته کولو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی و او ادعا یې وکړه، چې پاکستان ته د ورکړي وخت پای ته رسېدو سره سم یې برمته شوي پوځي مسافر ووژل او سیمه یې ترک کړه.
# #India #Pakistan #Politics #Balochistan


