دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههوا حالات ، راتلونکې اونۍ کې به د پاکستان بېلابېلو سيمو کې...

هوا حالات ، راتلونکې اونۍ کې به د پاکستان بېلابېلو سيمو کې بارانونه وي

ويب ډيسک

د هوا پېژندنې ادارې د راتلونکې اونۍ د مارچ له ۹مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۶مې نېټې پورې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د سختو بادونو او تېزو بارانونو وړاندوينه کړې ده.

د موسمياتو محکمي لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې د لويديځو بادونو لړۍ به د مارچ د نهمې نيټې نه تر ماښامه د هېواد شمالي سيمو ته داخلې شي او د مارچ له 12مې نيټې څخه به يې شدت زيات شي او د مارچ تر 16مې نېټې به دوام ولري.

د مارچ له 9مې نېټې څخه تر 16 مارچ پورې د شمالي سيمو چترال، دير، سوات، اېبټ آباد، مری ګليات، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د باران او واورې ورېدو امکان دے. او د مارچ په 15مه نيټه په کوئټه، زيارت، چمن، ډيره غازي خان، راجن پور، اوکاڑه، بهکر او ملتان ډويژن کښې د باران امکان دے.

د موسمياتو محکمي وينا ده چي د مري ګيلات پشمول شمالي سيمو کښي د باران او واوري وريدو له وجي د ټريفک د ګډوډئ خطره ده ولي د کشمير، ګلګت بلتستان او خيبرپښتونخوا په سيمو کښي د زمکي او واوري وريدو خطره ده۔ او دغو سیمو ته تلونکو خلکو ته د احتیاطي تدابیرو نیولو لارښوونه شوې ده.

په بالائي پنجاب، خېبرپښتونخوا او اسلام آباد کښې هم د باران امکان دے.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه