یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا وايي ،د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی

اوچا وايي ،د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی

ويب ډيسک

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د دې سازمان د مرکزي بیړني غبرګون صندوق ۱۹میلیونه ډالر افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.

په هغې ویډيو کې چې اوچا پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه ویلي،” په ۲۰۲۵کال کې نژدې ۲۳میلیونه افغانان د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري”.

رټواټه وړاندې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړۍ غبرګون صندوق څخه مننه کړې او ویلي دي دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو خلکو ته د لومړنیو مرستو په رسولو ولګوي.

له دې وړاندې د اوچا په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو ویلي وو، د افغانستان سم نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی چې د دې سازمانونو په ټکو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د کافي بودیجې له کمښت سره مخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه