یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته خپل کلي ته تللې

ملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته خپل کلي ته تللې

ويب ډيسک

نوبل جايزه ګټونکې او په نړيواله کچه د تعليم مبارزه ملاله يوسفزۍ د چارشنبې په ورځ په شانګله کې پلارني کلي شاه پور ته تللې ده.

ملاله يوسفزۍ سره د خپل خاوند اسير ملک او پلار ضياالدين يوسفزي د شانګلې بېلا بيلو سيمو ته تللې او ملګرو او خپلوانو سره يې ليدلي دي.

ملاله يوسفزۍ په خپل فېس بک پاڼه ليکلي ۱۳ کاله وروسته خپل پلارني کلي ته په ورتلو خوشاله شوې دہ.

د کال ۲۰۱۲ په نهم اکتوبر په ملاله يوسفزۍ په سوات کې هغه وخت بريد شوی وو چې کله هغه د نورو انجونو سره په ګاډي کې د ښوونځي نه کور ته روانه وه.

د ژوبلېدو وروسته د هغې لومړۍ درملنه په پاکستان کې شوې او بيا برتانیې ته وړل شوې وه.

ملالې د کال ۲۰۱۲ وروسته د پاکستان څو وارې سفر کړی خو پلارني کلي ته په اول ځل ورغلې دہ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه