یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان او د هغه میرمنې ته د پېشلمي او روژه ماتې...

عمران خان او د هغه میرمنې ته د پېشلمي او روژه ماتې خواړه نه ورکول کېږي.

ويب ډيسک

د عمران خان یوه وکیل ویلي، چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د هغه مېرمنې، بشرا بي بي ته د پېشلمي او روژه ماتې خواړه نه ورکول کېږي.

 

د عمران خان وکیل سیف، پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا د عمران خان او د بشرا بي بي پر وړاندې «بې شرمه حقوقي سرغړونه» ده.

 

له دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند مطبوعاتي ټيم ویلي وو، چې زندان کې د عمران خان د زړه او شکر ناروغي جدي شوې ده.

 

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي تېره جنوري میاشت په «القادر ټرسټ» قضیه کې پر ۱۴ او ۷ کاله بند محکوم شول.

 

د نوموړي ګوند پر هغه لګېدلي تورونه ردوي او سیاسي غچ یې بولي.

# #Pakistan #PTI #ImranKhan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه