یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم کې د لارې خلاصون په موخه د ا،ا او پاکستان چارواکو...

تورخم کې د لارې خلاصون په موخه د ا،ا او پاکستان چارواکو ناسته بې‌پایلې پای ته رسېدلې

ويب ډيسک

ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تورخم کې د لارې خلاصون په موخه د طالبانو او پاکستان چارواکو ناسته بې‌پایلې پای ته رسېدلې ده او دغه لار د څلورمې ورځې لپاره هم د تګ او راتګ لپاره تړلې ده.

 

تورخم دروازه چې له تېرو څلورو ورځو راهېسې پاکستاني اړخ په سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون تړل شوې چې مسافرو او سوداګرو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

 

په تورخم کې یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د طالبان والي مرستیال په مشرۍ له پاکستاني چارواکو سره ناسته شوې ده.

 

هغه وویل چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو خپلې غوښتنې مطرح کړي خو ناسته بې‌پایلې پای ته رسېدلې ده.

 

د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ګڼ ناروغان او مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او له دغې لارې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه