ويب ډيسک
نن د فبروري ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د یونسکو له لوري اعلان شوه او له ۲۰۰۰م کال راهیسې هر کال د ژبني او کلتوري تنوع د ملاتړ په موخه لمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځلو تر شا مهم دلیل دا دی چې مورنۍ ژبې ته وده ورکړل شي، د ژبو د له منځه تلو مخنیوی وشي او د ژبني حقونو د خوندیتوب لپاره نړیوال ملاتړ رامنځته شي.
مورنۍ ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د هر فرد د هویت، فرهنګ او تاریخ یوه اساسي برخه ده. دا ژبه د ماشومتوب له مهاله له انسان سره وي او د ټولنیز، کلتوري او فکري پرمختګ بنسټ جوړوي. که یوه ژبه له منځه ولاړه شي، د هغې ژبې اړوند فرهنګ، عنعنات او تاریخي شتمنۍ هم ورسره ختمېږي.
یونسکو خبرداری ورکوي چې د نړۍ نږدې ۴۰ سلنه ژبې له خطر سره مخ دي، ځکه چې نوي نسلونه یې نه کاروي. که یوه ژبه ونه کارول شي، ورو ورو ختمېږي. دا د ټول بشري میراث لپاره یو لوی زیان دی.
څنګه کولی شو خپلې مورنۍ ژبې ته وده ورکړو؟
لمړی باید د مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره هڅې زیاتې کړو. او په رسمي ادارو، ښوونیزو مرکزونو او رسنیو کې یې ترویج کړو. ورسره د مورنۍ ژبې ادبیات، کتابونه، مقالې او شعرونه ولیکو. ماشومان وهڅوو چې له کوچني والي څخه خپله ژبه زده او وکاروي او ورسره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړو او ورته باندي د لیک او لوست زمینه برابره کړو.
د فبروري ۲۱مه یوازې یوه ورځ نه ده، بلکې موږ ته د دې پیغام راکوي چې خپلې مورنۍ ژبې ته ارزښت ورکړو، د هغې د پرمختګ لپاره کار وکړو او راتلونکو نسلونو ته یې په سالمه بڼه انتقال کړو. ژبه زموږ د فرهنګ، هویت او ملي ویاړ برخه ده، راځئ چې دا شتمني وساتو او پراخه یې کړو.


