یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوی فرمان:د زده کوونکو جامې باید تنګې او نرۍ نه وي چې...

نوی فرمان:د زده کوونکو جامې باید تنګې او نرۍ نه وي چې بدن ترې څرګند نشي

ويب ډيسک

د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت د ښوونځيو نارینه شاګردانو د لباس نوې لایحه جوړه کړې او سپارښتنه په کې شوې چې د زده کوونکو جامې باید تنګې او نرۍ نه وي چې بدن ترې څرګند نشي.

په لایحه کې له لومړي تر نهم ټولګي پورې د جامو (کمیس او پرتوګ) رنګ آبي ښودل شوی چې سپینه خولۍ یا پګړۍ باید ورسره وي.

همدارنګه له نهم تر دولسم ټولګي پورې د جامو رنګ سپین ښودل شوی چې لونګۍ باید ورسره په سر شي.

تر دې وړاندې طالبانو د ښځو د لباس په اړه محدودیتونه وضع کړي او ویلي یې وو داسې جامې باید وا نه غوندي چې د نارینه د تحریک لامل شي.

د ټولنیزو رسنیو ځينې فعالان د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې یوازې پر دې لایحې جوړولو یې نږدې څلور کاله کار کړی او دا د معارف په برخه کې خپله لوی لاس ته راوړنه بولي.

د طالبانو حکومت وایي د زده کوونکو د جامو په اړه دا لایحه یې د مشر لوري منظوره شوې او په ټولو ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې د تطبیق وړ ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه