یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمہم خبر : افغان واکمن دولت :نړيوالې جنايي محکمې" په نامه جوړښت...

مہم خبر : افغان واکمن دولت :نړيوالې جنايي محکمې” په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي

مهم خبر:

 

د افغانستان سرپرست حکومت په رسمي توګه اعلان کړی، چې د روم اساس‌نامې، او پر بنسټ يې د “نړيوالې جنايي محکمې” په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او یادې اساس‌نامې ته د تېرې ادارې الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.

د سرپرست حکومت خپره شوې اعلامیه کې راغلي «داسې حال کې چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې محکمې غړي نه دي، د افغانستان په څېر يوه هېواد، چې تل د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیرې ضروري چاره ده.»

یاده اعلامیه کې دغه‌راز ویل شوي، چې دې محکمې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلند کړی او د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو کې د لویو ظلمونو او جنایتونو په اړه پټه خوله پاتې شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه