سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزي پاکستان پارلمان جعلي بللی وايي اپوزیسیون ګوندونه باید خپل...

محمود خان اڅکزي پاکستان پارلمان جعلي بللی وايي اپوزیسیون ګوندونه باید خپل پارلمان ولګوي

ويب ډيسک

د تحریکِ تحفظِ آیین پاکستان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل د مسلم لیګ ن په مشرۍ حکومت او مرکزي پارلمان جعلي بللی او اپوزیشن ګوندونو ته یې وړاندیز کړی چې په اسلام اباد کې د قومي اسمبلۍ له ودانۍ بهر خپل پارلمان پیل کړي.

 

ښاغلي اڅکزي د فرورۍ په 14مه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف، سُني اتحاد تحریک او د اپوزیشن د نورو ګوندونو د استازو په ګډون خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره وویل چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د دوی د واکمنېدو اختیار [مېنډېټ] “غلا شوی” دی:

 

“زه عمران خان او دې ټولو ملګرو ته دا وړاندیز کوم چې دلته خپله اسمبلۍ جوړه کړو، خپل قوانین جوړ کړو، په آیین کې بدلونونه وکړو، دلته ګډه غونډه راوبولو او دې [اوسنۍ] اسمبلۍ ته ووایو چې ستاسو پارلمان جعلي دی زموږ استازی نه دی”.

 

محمود خان اڅکزي وویل، له هغو ټولو کمېټیو استعفا ورکوي چې مشري یې د “دغه جعلي ګوند کوي”، هغه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ن ګوند ته اشاره وکړه چې وایي په درو څلورو حکومتي کمېټیو کې یې د ده نوم اچولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه