یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بهرنيو چارؤ وزارت:افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ...

افغانستان بهرنيو چارؤ وزارت:افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ نشته.

ويب ډيسک

د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د پاکستاني استازي هغه تورونه رد کړي چې ګواکې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.

د دې وزارت ویاند قهار بلخي پرون ناوخته د (فیبرورۍ ۱۱) پر خپلې ایکس/ پخواني ټویټر پاڼې لیکلي:
“په افغانستان کې د داعش او یا نورو ډلو پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي، او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځته شوی. که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه رامنځته کېږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې رااوښتي وي.”

بلخي ویلي، ځینې هېوادونه، د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي، هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یوه ورځ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر، د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وبلله.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو وسلوالو ډلو بریدونو هم په وروستیو کې زور اخیستی. پاکستاني پوځي او ملکي چارواکي پرله‌پسې افغانستان حکومت ته ګوته نیسي چې، د دوی په وینا، پر خپله خاوره یې د هغو وسلوالو پر ضد اقدام نه دی کړی، چې په پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت اخلي.
په افغانستان کې د واکمن
حکومت تل دا تورونه رد کړي او د پاکستان امنیتي پېښې یې د پاکستان مسؤلیت بللي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه