یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد اسټرالیا کرکټ بورډ د چمپینز ټرافي لپاره لوبډله اعلان کړه، خو...

د اسټرالیا کرکټ بورډ د چمپینز ټرافي لپاره لوبډله اعلان کړه، خو تیز بالر مچل سټارک هم د کینګروز لوبډلې څخه وتلی دی.

 

ويب ډيسک

د اسټرالیا کرکټ بورډ د چمپینز ټرافي لپاره لوبډله اعلان کړه، خو تیز بالر مچل سټارک هم د کینګروز لوبډلې څخه وتلی دی.

 

د اسټرالیا کرېکټ بورډ وايي، مچل سټارک د شخصي دلایلو له کبله له لوبډلې وتلی او د خپلې پرېکړې ملاتړ کوي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مچل سټارک له رسنیو د محرمیت غوښتنه کړې، خو دغه تېز بالر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

کپتان پټ کمنز، جوش هیزل ووډ او مچل مارش لا دمخه د فټنس مسلو له امله د ټیم څخه بهر دي، پداسې حال کې چې الراونډر مارکس سټوین د یو ورځنیو کرکټ څخه د تقاعد پریکړه کړې.

 

کرکټ اسټرالیا د چمپینز ټرافي لپاره لوبډله اعلان کړه، سټیون سمیټ به په چمپینز ټرافي کې د اسټرالیا مشري کوي. په لوبډله کې شان ایبټ، الیکس کیري، بین ډارشیوز او ناتن ایلیس شامل دي.

 

آرون هارډي، ټریوس هیډ، جیک فریزر مک ګورک، جوش انګلیس او سپینسر جانسن په دې توانیدلي چې په ټیم کې ځای ونیسي. مارنس لیبوشین، ګلین مکسویل، تنویر سنګا، میتیو شارټ او اډم زمپا هم په لوبډله کې شامل دي.

 

پاکستان د سویلي افریقې خلاف د لوبې لپاره پلی الیون اعلان کړ

د سلیکشن پینل چیرمین جورج بیلی په وینا، په ابتدایی لوبډله کې د ټپونو او تقاعد له امله څو بدلونونه راغلی وو.

 

جورج بیلي ویلي، هغه لوبغاړي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې غوره کارکردګي ښودلې، نومول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه