سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيدیپ‌سیک؛ هغه هیولا چې امریکا ته یې یو ټریلیون ډالر زیان واړاوه

دیپ‌سیک؛ هغه هیولا چې امریکا ته یې یو ټریلیون ډالر زیان واړاوه

لیکنه : عبدالله تکل

مونږ په تاريخ کې د تاریاکو جګړه لوستې وه خو لکه چې راتلونکې جګړه د اپليکېشنونو او سټارټ اپونو جګړې شي.

دیپ‌سیک؛ هغه هیولا چې امریکا ته یې یو ټریلیون ډالر زیان واړاوه!

نن د امریکا د ونډو بازارونه د تاریخ تر ټولو ستر ښکته‌والي شاهد وو. یوازې په یوه ورځ نږدې یو ټریلیون ډالر، چې زر میلیارد ډالر کېږي، د ونډو د بازار ارزښت له لاسه ورکړ. دا لوی سقوط د یوې چینایي هوش مصنوعي سټارټ‌اپ په نوم دیپ‌سیک (DeepSeek) د پرمختللې ټکنالوژۍ د معرفي کولو له امله رامنځته شو. دیپ‌سیک چې په چین کې د هانګژو په ښار کې موقعیت لري، د هوش مصنوعي نوی ماډل R1 وړاندې کړ چې په ډېر چټکۍ سره یې د نړۍ پام ځان ته راواړاوه.

دیپ‌سیک څه شی دی او ولې مهم دی؟

دیپ‌سیک په ۲۰۲۳ کال کې تاسیس شو او د دې لپاره مشهور شو چې د لوړې کیفیت هوش مصنوعي خدمات په کم لګښت وړاندې کوي. د دې شرکت نوی ماډل R1 د ارزانه او لږ پرمختللو چپسونو په کارولو سره جوړ شوی دی. دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوې چې امریکا په چین د پرمختللو چپسونو د صادرولو سخت بندیزونه لګولي وو. سره له دې، دیپ‌سیک وکولای شول دغه محدودیتونه شاته پرېږدي او داسې ماډل جوړ کړي چې د فعالیت له پلوه د پرمختللو هوش مصنوعي ماډلونو لکه ChatGPT سره سیالي کوي.

دا نوی ماډل په iOS اپلیکیشن پلورنځي کې ډېر ژر لومړي مقام ته ورسېد او حتی ChatGPT چې د OpenAI محصول دی، تر شا پرېښود. دا بریا د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه انویدیا (Nvidia) او متا لپاره یوه جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د دیپ‌سیک اغېز پر ونډو بازار

د دې خبر له خپرېدو وروسته د امریکا د ونډو بازار سخت ښکته شو. په ځانګړې توګه، د انویدیا شرکت ونډې چې د هوش مصنوعي لپاره د چپسونو له لویو تامینوونکو څخه دی، د ۱۳ سلنې څخه زیاته کمه شوې. دا کمښت د انویدیا د بازار د ارزښت له ۴۶۵ میلیارد ډالرو زیان سره مل و، چې دا د امریکا د ونډو بازار په تاریخ کې تر ټولو لویه یو ورځنۍ کموالی ګڼل کېږي.

دا سقوط پانګوالو ته د ټکنالوژۍ په صنعت کې د امریکا د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه پیدا کړه. دوی وېره لري چې د چین په هوش مصنوعي کې ګړندۍ پرمختګ د امریکا ټکنالوژیکي برتري ګواښي او د امریکایي شرکتونو لپاره سختې ننګونې رامنځته کوي.

جیو-اقتصادي پایلې

د دیپ‌سیک ظهور پراخې جیو-اقتصادي پایلې لري. دا پرمختګ د دې څرګندونه کوي چې چین د امریکا سره په هوش مصنوعي کې د سیالۍ وړتیا لري. دا موضوع کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټکنالوژیکي ځواک توازن بدل کړي. د هوش مصنوعي په برخه کې سیالي نه یوازې پر اقتصاد بلکې د امریکا او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو هم اغېز کوي.

سربېره پر دې، دا پرمختګ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي کړکېچونه زیات کړي، ځکه چې امریکا، په ځانګړې توګه د ټرمپ د واکمنۍ وروسته، هڅه کوي د سختو بندیزونو له لارې د چین ټکنالوژیکي پرمختګ ورو کړي. خو د دیپ‌سیک بریا وښوده چې دا محدودیتونه تل اغېزناک نه دي او چین کولای شي بدیلې لارې ومومي.

دا پېښه ښيي چې هوش مصنوعي په چټکۍ سره د نړیوال اقتصاد یوه کلیدي برخه ګرځي. اوس اړتیا ده چې امریکا د نړیوالې سیالۍ د دوام لپاره ډېرې هڅې وکړي. په څېړنه او پرمختګ کې پانګونه، د کورنیو شرکتونو ملاتړ، او د هوښیار تجارتي پالیسۍ جوړول کولای شي امریکا سره مرسته وکړي چې له ننګونو لکه دیپ‌سیک سره مقابله وکړي.

په پای کې، دا پېښه د ټکنالوژۍ ستراتیژیک اهمیت څرګندوي او دا چې څنګه د یوه سټارټ‌اپ پرمختګ کولای شي په نړیوال اقتصاد اغېز وکړي. دیپ‌سیک نه یوازې د امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره یو ګواښ دی، بلکې د ټکنالوژۍ په نړیوال نظم کې د بدلون نښه هم ګڼل کېږي.

متن له دري ژباړل شوی خو د هغه کس نوم راڅخه ورک شو چې اوس یې دلته نوم وليکم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه